اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جمعې په ورځ وویل حماس د ډزبندۍ د معاهدې سره سم اسرایل ته د یوې یرغمالې جسد نه دی ورکړی او ډله به يې قیمت ادا کوي.
نېټن یاهو په یو وډیو بیان کې وویل د ژوندیو یرغمالان د ستنولو او د مړو جسدونه ترلاسه کولو دپاره به اسرایل په عزم ګامونه پورته کوي او حماس په د معاهدې د خلاف ورزۍ مکمل قیمت ادا کوي.
حماس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دوو ماشومانو، د یوې ښځې او د یو سړي جسدونه اسرایل ته ورکړل. ویل کېدل چې دغه ښځه د ماشومانو مور ده.
اسرایل وايي د ماشومانو د مور مړی نه دی ورکړی شوی.
د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه حماس وویل د شري بېبس مړی د یوې بلې ښځې د جسد سره ګډوډ شوی چې په هغه ودانۍ کې وژل شوې دي چې د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې لګېدلې وه.
اسرایلي پوځ وویل حماس ترهګر تنظیم د معاهدې خلاف ورزي کړې.
د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ډېنيي ډېنن هم د حماس غندنه وکړه او په یو بیان کې يې وویل حماس نامعلومه جسد ورکړی چې څه بې قیمته څېز دی. دا نوي پستي، بدي او ظلم دی چې مثال یې نشته.
د اسرایل او د حماس ډز بندي د جنورۍ په ۱۹ نېټه شروع شوې او د اسرایل خارجه وزیر ګېډین سار ویلي د ډزبندۍ په دویمه مرحله به خبرې اترې دا هفته شروع کېدونکي دي.
د حماس ترجمان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په نېټن یاهو الزام لګولی و چې د دویمې مرحلې په لړ کې دځنډ نه کار اخلي.
د حماس یو چارواکي امکان څرګند کړی چې تنظیم باقي پاتې یرغمالان په یو ځای ازادولی شي.
ويل کېږي چې ۶۶ یرغمالان د حماس په ولکه کې دي.
حماس ویلي باقي پاتې یرغمالان به په غزه کې د مکمل امن او د سیمي نه د اسرایلي ځواکونو د مکملې انخلا په بدل کې ازادوي.
بلخوا، اسرایل د امریکې په ملاتړ د دې عزم نه نه دی په شا شوی چې وسله وال به ختموي او دا خبره به یقیني کوي چې حماس د غزه په انتظام کې څه کردار و نه لري.
امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی. د اسرایل او د حماس جنګ د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر د ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت ترمخه په سیمه کې د ۴۸۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې ۱۷۰۰۰ وسله وال هم شامل دي. د جنګ دلاسه د غزه په پراخه کچه علاقې تباه شوي او د سیمې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ زیاتره برخه بې کوره شوې وه.
یادونه: د دې خبرې ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum