په داسې حال چې د اسرایل او حماس تر منځه روانې نه ختمیدونکې جګړې شپږ میاشتې پوره شوې، د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د اتوار/ یکشنبې په ورځ اعلان کړی دوي د ګټې/ بریا ته نژدې شوي.
نوموړي دغه خبره په داسې وخت کړې چې اسرایل د غزه د جنوبي برخو نه عسکر اوباسي خو په نوره غزه کې به ٫٫ پوره ځواک٬٬ ساتي.
د یکشنبې په ورځ خپلې کابینې ته د وینا په وخت د اسرایل وزیراعظم ویلي، ٫٫ مونږ د ګټې نه یو ګام لرې یو، خو که قیمت چې مونږ ورکړی هغه زړه ماتونکی او دردونکی دی.٬٬
که څه هم په قاهره کې د ډزبندۍ لپاره روانې خبرې اترې بیا پېل شوي، نیتن یاهو ژمنه کړې ٫٫ د یرغمل شوي اسرایلیانو د ازادیدو پورې به کومه ډزبندي نه وي. داسې به کله هم وه نه شي.٬٬
داسې ګمان کیږي چې حماس وسله وال لا هم په غزه کې جوړو سرنګونو کې نژدې ۱۰۰ اسرایلي یرغمالیان لري. د اکتوبر په ۷مه نېټه په اسرایل د حماس وسله والو ناڅافي برید کې نژدی ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او د حماس وسله والو ۲۵۰ نور اسرایلیان غزه ته تښتولي وو.
د فرورۍ میاشت پورې بیا ۱۱۲ یرغمالیان خوشي کړل شوي وو چې زیاته یې د نومبر په میاشت کې د اسرایل او حماس تر منځه ډزبندۍ کې په نتیجه کې خوشي کړل شوي وو. په تیرو شپږو میاشتو کې بیا د اسرایل او حماس تر منځه روانه جګړه کې داسې ګمان کیږي چې ۳۶ اسرایلیان وژل شوي دي.
په غزه کې د حماس د کنټرول لاندې چلیدونکې د صحت وزارت وايي د اسرایل په ځوابي عملیاتو کې د ۳۳۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي چې پکې په دریو کې دوه برخې ماشومان او زنانه دي. اسرایل بیا وايي په وژل شوو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
سره د زیاتیدونکي نړیوال او د اسرایل نژدې ملګري هیواد امریکا لخوا زیاتیدونکي فشار نیتن یاهو ویلي، هیواد به یې د اسلامي وسله والو دغه غوښتنه ونه مني چې د غزه نه ووځي.
د اتوار/ یکشنبې په ورځ بیا اسرایل د جنوبي غزه چې پکې خان یونس هم راځي خپل عسکر ویستلي، د اسرایل د دفاع ځواکونو او اسرایلي مطبوعاتو تر مخه په دغه سیمه کې د حماس وسله والو سره د څو میاشتو سختې جګړې وروسته د دغه سیمې اډانه د مزکې سره هواره شوې.
(د دې خبر ځیني معلومات د راېټرز، اېسوسي اېټډ پرېس او ای اېف پي خبري ادارې نه اخستل شوي.)
Forum