لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امنیتي شورا د قرارداد وروستو هم په شام کې تازه جګړه پېل شوې


د ملګرو ملتونو لخوا په شام کې روانې جګړې اودرولو او د ډزبندۍ د غوښتنو سره سم د اتوار په ورځ د سرښار دمشق په خواوشا کې تازه جګړه پیل شوې.

په برتانیه کې میشت د شام د حالاتو څارنه کونکې ډلې سیرین ابزرویټري فار هیومن راېټس ویلي د اتوار په ورځ شوې دغه جګړه کې نهه تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل شوي دي.

د دې تازه مرګ ژوبلې سره په شام کې د تیرې اونۍ راهسې پیل شوي جګړه کې د وژل شوو خلکو شمیره د ۵۰۰ نه سېوا شوې ده.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیتي شورا لخوا په ګډه د یوې میاشتې د ډزبندۍقرارداد منظورۍ وروستو د اتوار د ورځې جګړه دومره سخته نه وه. او داسې ښکاري چې په شام کې اوس جګړه په اولسي ځایونو د بریدونو نه د حکومتي عسکرو او یاغیانو تر مېنځه نیغ په نیغه جګړې ته اوښتې.

United Nations Syria
United Nations Syria

د شام حکومتي میډیا ترمخه د شام حکومتي عسکر د دمشق ختیځ غوطه سېمې ته ورنژدې شوي، خو حکومت مخالفه یاغیان دغه دعوې ردوي. د دغې سیمې یو فعاله چې د غوطه میډیا سنټر په نامه معلومات خپروي، دعوه کړې چې د اسلامي تندرو ډلې کسانو د شام حکومتي عسکرو مخه نېولې او یو شمیر عسکر يې وژلي.

ایراني جنرال محمد بقاري بیا ویلي تهران او دمشق به د ملګرو ملتونو د قرار داد احترام کوي خو زیاته کړې يې ده چې دغه جنګ بندي په هغه ځایونو کې نه عملي کیږي کومې چې د ترهګرو په قبضه کې دي. د ایران حکومت د صدر بشرالاسد د حکومت ملاتړ کوي.

په غوطه کې یو مدني فعال احمد خانشور ویلي ٫٫ د صدر اسد حکومت او د هغه ملګري د ملګرو ملتونو د قرار داد هیڅ درناوی نه کوي، او د دغه قرار داد د منظوریدو څو ساعته وروستو يې د غوطه په یو شمیر برخو عملیات جاري ساتلي او درنې ډزې کوي.٬٬

خو د شام حکومتي میډیا بیا وايي یاغیانو د ملګرو ملتونو د قرارداد سرغړونه کړې او د خپلې سېمې نه يې په حکومتي سیمو ۱۵ میزاېلي وېشتلي.

د عیسایانو روحاني مشر پاپ فرانسس په شام کې د ډزبندي وروستو روانه جګړه غیر انساني بللې او په دغه هیواد کې يې د جګړې نه اغیزمنو خلکو لپاره د طبي سهولتونو او خوراکي مرستو رسولو لپاره د جنګبندۍ غوښتنه کړې.

په وېټيکن ښارکې د اتوار د عبادت په مهال راغونډوزرګونو خلکو ته د وینا په مهال پاپ فرانسس په شام کې سمدستي د جګړې د ختمولو غوښتنه کړې. د عیسایانو روحاني مشر ویلي د فرورۍ روانه میاشت د تیرو ۷ کالو په جګړه کې تر ټولو خونړۍ میاشت ده.چې پکې په سلګونو زره عام خلک چې پکې ماشومان، ښځې او د لوې عمر خلک شامل دي اغیزمن شوي. په دې تازه جګړه کې هسپتالونه په نښه شوي او خلک خوراک هم نه شي ترلاسه کوی. پاپ فرانسس دغه هر څه غیر انساني بللي او زیاته کړې يې ده چې یوه بدي په بدۍ نه ختمیږي.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په ګډه یو قرار داد منظور کړی وو چې پکې په ټول شام کې د یوې میاشتې یا ۳۰ ورځو لپاره د ډزبندۍ غږ شوی وو. په قرار داد کې ویل شوي وو چې د دغه ډزبندۍ مقصد په جګړه کې اېنښتو میلینونو خلکو ته بشري مرستې رسول او د دغه ځاې نه ژوبل شوي خلک راوېستل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG