لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو د پېښو شمېره ۷۷ ته ورسېده


د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع د پوليو تازه پېښه رپوټ شوې چې ورسره په صوبه کې د پوليو پېښې ۵۷ ته او پاکستان کې دا شمېره ۷۷ ته ورسېده.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام د چارواکو په وېنا تازه پېښه هم د هغې سلسلې کړۍ ده چې مياندې او پلاران ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کوي.

چارواکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخ په زياتي پېښو ښکاره علت هم دغه دی چې میاندې پلاران ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکوي.

چارواکي زياتوي په خېبرپښتونخوا کې په ځانګړي ډول پېښور کې د اپرېل په میاشت کې د پوليو ضد پروپېګنډې وروسته د انکاريانو شمېره سېوا شوې ده.

د ناتایده شمېرو ترمخه دا وخت په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د دوه لاکه نه سېوا انکاريان دي.

د خېبرپښتونخوا بنو او لکي مروت ضلعو کې د پوليو تر ټولو سېوا پېښې رپوټ شوي دي په بنو کې د پوليو د پېښو شمېره ۲۳ او لکي مروت کې ۱۱ ده.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه په پاکستان کې ۲۳ ضلعې داسې دي چرته چې تراوسه پورې د پوليو پېښې رپوټ شوي دي.

په ۲۳ ضلعو کې ۱۱ د خېبرپښتونخوا صوبې ضلعې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG