لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ کې د نوي کال دستورې پېل شوي


د نړې یو شمیر هیوادونو په شمول په شرقي اسیايي هیوادونو کې ځايي خلکو او سیلانیانو د اتوار په ورځ د نوي کال هرکلی کړی.

د هانګ کانګ په وکټوریا هاربر کې په زرګونو خلکو د لسو منټو یا دقیقو اتشبازي سره د موسیقۍ وکتله، په دغې کې د لویو لویو ودانیو نه ګڼه اتشبازي هم وه.

د انډونیشیا په سرښار جکارته کې د ۴۰۰ نه سېوا جوړو، د نوي کال په موقع د ګډ واده په دستورو کې برخه واخسته، د ګډ واده دغه انتظام د حکومتي چارواکو لخوا تر سره شوی وو.

د کال ۲۰۱۸م د نوي کال دستورې په نیوزي لینډ، اسټریلیا او نژدیو ټاپوګانو کې تر ټولو لومړی نمانځل شوي.

د سډني په تاریخي هاربر بریج او اوپراهاوس کې نژدې ۱۵ لکه خلکو د اتشبازۍ نه خوندونه په داسې مهال اخستي چې په دغه هیواد کې د هم جنسانو ودونه قانوني ګرځول شوي.

د نیوزي لینډ په اکلینډ ښار کې په زرګونو خلکو د ښار په کوڅو کې د نوي کال دستورو کې ګډون کړی او د لوړو لوړو ودانیو نه يې د اتشبازۍ مظاهرې کتلي.
د نړۍ د نورو هیوادونو په شان د امریکا په نیویارک ښار کې د نوي کال نمانځلو دستورو وړاندې په زرګونو پولیس او امنیت ساتونکي پرځاې شوي.

د نیویارک ښار چارواکو اعلان کړی ټاېم سکوېر ته د نوي کال دستورو له راتلونکي خلکو به سخته څارنه کیږي. د سرکاري اندازو تر مخه د نیویارک ښار د نوي کال دستورو کتو لپاره به ۲ ملینه یا ۲۰ لکه خلک راغونډیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG