لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيويارک : د ډزو پېښه کې دوه پوليس وژل شوي


دغه پېښه د نيويارک په بروکلېن په علاقه کې رامنځته شوې ،
دغه پېښه د نيويارک په بروکلېن په علاقه کې رامنځته شوې ،

د امريکې په نيويارک ښار کې وسله په لاس يو کس په پوليس ډزې کړي ، او دوه پوليس يي وژلي دي ، چارواکي وسله وال د ډزو وروستو ځان هم ويشتی دی .

چارواکو وئيلي ، دغه پېښه د نيويارک په بروکلېن په علاقه کې رامنځته شوې ، پوليس په خپل گاډي کې ناست وو ، چې دغې کس پرې ډزې وکړې ، وينجيان ليو او رافېل راموس نومې پوليس په ډزو ژوبل شوي او په روغتون کې يې بيا ژوند د لاسه ورکړی دی .

پوليس کمشنر وليم براټن وئيلي ، د حمله کوؤنکي کس پېژندگلو د اسماعيل برنسلی په نوم شوې او هغه ۲۸ کلن دی ، چارواکو وئيلي دغې تور پوستي کس پوليس باندې د حملې نه وړاندې په مېرې لېنډ علاقه کې هم خپل يو دوست په ډزو ژوبل کړی دی .

راپورونه وايي دغه حمله د پوليس نه د بدل اخستو پېښه هم کېدی شي ، او حمله کوؤنکي کس په سوشل ميډيا باندې د حملې د دهړکې پېغامونه هم پرېښودي وو .

د نيويارک ميئر بل ډي بلاسيو او کمشنر براټن په خلکو غږ کړی ، که په سوشل ميډيا د پوليس متعلق کوم د دهړکې پيغام وويني ، نو پوليس ته دې خبر ورکړي .

د امريکې اټارني جنرل اېرک هولډر د پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړي ، او پېښه يې ويرونکې او د نه بيانولو وړ گرځولې ده .

راپورونه وايي نيويارک کې په درې کلونو کې د پوليس د وژنو دا لمړۍ پېښه ده .

د روانې مياشتې په لمړو کې عدالت يو سپين پوستی پوليس د يو تور پوستي کس د وژنې په کېس کې بري کړی ؤ ، او په دغې فېصله د نيويارک سره د امريکې په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې وې .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG