لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لېڼد غلطۍ منلي خو وايي په جوماتونو د حملو مخه نیول ناممکن وو 


د سږ کال د اګست په میاشت کې د کرایسټ چرچ په حملو کې ککړ تن برېنټن ټېرنټ ته د ۵۱ کسانو د وژلو په اعتراف د عمر قید سزا ورکړی شوه. هغه ته سزا ورکوونکي د عدالت جج وویل برېنټن ټېرنټ ګامونه غېر انساني وو او هغه هیڅ ډول رحم نه دی ښودلی
د سږ کال د اګست په میاشت کې د کرایسټ چرچ په حملو کې ککړ تن برېنټن ټېرنټ ته د ۵۱ کسانو د وژلو په اعتراف د عمر قید سزا ورکړی شوه. هغه ته سزا ورکوونکي د عدالت جج وویل برېنټن ټېرنټ ګامونه غېر انساني وو او هغه هیڅ ډول رحم نه دی ښودلی

د نیوزي لېڼد وزیراعظمې جسینډه ارډرن په کال ۲۰۱۹ کې د کرایسټ چرچ ښار په دوو جوماتونو د حملو په مخ نیوي کې ناکامۍ په سر بخښنه غوښتي خو ویلي يې دي چې د حملو مخه نیول ناممکن وو او د حملې په اړه تحقیقاتي کمېشن په اینده کې د داسې ډول حملو د مخنيوي دپاره د قانون سازۍ وړاندیز کړی دی.

د ۲۰۱۹ د مارچ په میاشت کې د اسټرېلیا برېنټن ټېرنټ نومې تن چې ځان یې نسل پرست سپین پوستی بللو په کرایسټ چرچ کې د دوو جوماتونو دننه ډزې وکړې. په حمله کې ۵۱ کسان ووژل شوو او ۴۰ نور زخمیان شول. په وژل شویو او زخمیانو کې د پاکستاني او افغان نژاد کسان هم شامل وو.

د حملو په اړه د ملک تر ټولو لوړ تحقیقاتي کمېشن دا کتنه وکړه چې دا حملې څنګه وشوې او د دې له امل څه و؟

تحقیقاتي کمېشن وویل د نیوزي لېنډ د استخباراتي ادارو زیاتره توجه د اسلام ترهګرو د حملو په مخنیوي وه او پولیس د وسلو د خرڅون په اړه د مناسبې څارنې نه کار نه و اخیستلی.

تحقیقاتي ډلې وویل د دې ناکامیانو باوجود په جوماتونو د حملو مخه نیول ممکن نه وو.

حمله کوونکی په کال ۲۰۱۷ کې نیوزي لېنډ ته تللی و او درې میاشتې وروسته یې د ټوپک لایسنس ترلاسه کړو.

تحقیقاتي کمېشن وویل د حملې په شا د اسلام نه د کرکې د ښي لاس سخت دریځه نظریه وه چې هدف یې په نیوزي لېنډ کې د ګډوډي او انتشار جوړ کړي. وزیراعظمې جسیڼده ارډرن وویل تحقیقاتي ډلې د حکومتي ادارو داسې کومه ناکامي نه ده موندلي چې له امله یې د حمله کوونکي سازش په اړه یې علم وه نه لرلی شو او یا یې د هغه د حملې مخه وه نه نیول شوه.

د جسینډه حکومت په "اصولي توګه" د ۴۴ پاڼو د رپورټ دا تجویز ومنلو چې د امنیت او استخباراتو نوي اداره دې جوړه کړی شي، د ترهګرۍ په ضد دې نوی وزیر مقرر کړی شي او په نیوزي لېنډ کې د تندورۍ په اړه دې څیړنې دپاره مالي وسایل محیا کړی شي. جسیڼډه اردېن تحقیقاتي رپورټ جامع وبللو او وه یې وېل ځینې تجاویز به زر نافذ کړي او د نورو په نافذ کوولو کې به وخت لګي.

په حملو کې د ژوندي پاتۍ شویو کسانو کورنۍ وايي د تحقیقاتي کمېشن تجاویز ډیر ژور نه دي.

د اسلامک وېمنز کاونسل اف نیوزي لېڼد په یو بیان کې وویل د تحقیقاتي کمېشن رپورټ انصاف نه دی کړی او د تحقیقات دپاره پرځآی کړی شويو ضوابطو د پلټنو کار محدود کړی و. تحقیقاتي کمېشن د سلګونو مرکو دلارې معلومات جمع کړي دي چې پکې د حمله کوونکي، جسیڼده ارډرن، د حکومت وزیرانو او چارواکو خبرې شاملې دي. د ارډرن مرکې به د اینده ۳۰ کلونو دپاره خفیه ساتل کېږي خو د حمله کوونکي خبرې به په مستقل ډول خفیه وي.

د سږ کال د اګست په میاشت کې د کرایسټ چرچ په حملو کې ککړ تن برېنټن ټېرنټ ته د ۵۱ کسانو د وژلو په اعتراف د عمر قید سزا ورکړی شوه. هغه ته سزا ورکوونکي د عدالت جج وویل برېنټن ټېرنټ ګامونه غېر انساني وو او هغه هیڅ ډول رحم نه دی ښودلی.

د کرایسټ چرچ په جوماتونو د حملو وروسته په نیوزي لېڼد کې د ټوپکو ساتلو په اړه په پراخه کچه اصلاحات وکړی شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG