نیوزیلینډ پاکستان ته په ماتې ورکولو سره او د درې اړخیزه لوبو لړۍ یا سیریز وګاټه،کیوي لوبډلې د 243 منډو هدف د 5 ویکټو په نقصان په 46م اوور کې پوره کړ.
د جمعې په ورځ د کراچۍ په نیشنل سټيډیم کې د شوې دې مهمې سیالۍ ټاس پاکستان وګاټه او د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. پخپله پاڼۍ کې پاکستان نیوزیلینډ ته د 243 منډو هدف وټاکه.
د دې هدف په تعقیب کې ډیرل میچل 57، ټام لیتھم 56 او ډیوون کانوې 48 منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري تر ټولو زیاتې 2 ویکټې نسیم شاه واخیستې.
د غوره کارکردګۍ له امله د نیوزیلینډ "ول اورورکې" د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، اؤ سلمان علي آغا د سیریز غوره لوبغاړی وګرځول شو.
نیوزیلینډ د 243 منډو هدف تعقیب کړ، خو پیل یې ښه نه و،په دویم اوور کې د فاسټ بالر نسیم شاه د کیوي لوبډلې اوپنر ول ینگ یوازې په 5 منډو وسوځاوه.
له دې وروسته ډیوون کانوې او کین ولیمسن 71 منډې جوړې کړې او د کیویز سکور یې 76 ته ورساوه، خو بیا کین ولیمسن چې 34 منډې یې جوړې کړې وې، د آغا سلمان له لوري وسوځول شو.
ډیوون کانوې هم 48 منډې جوړې کړې او وسوځېد، خو ډیرل میچل او ټام لیتھم د احتیاط سره بیټنګ وکړ او د نیوزیلینډ سکور یې 195 ته ورساوه.
کیوي کپتان ډیرل میچل هم 57 منډې جوړې کړې، خو د ابرار احمد په بال وسوځېد. ابرار د خپل بالینګ په ترڅ کې د میچل شانداره کیچ ونیو او د هغه اننګز یې پای ته ورساوه.
ډیرل میچل له وسوځېدو مخکې د نیوزیلینډ پوزیشن مستحکم کړی و.
په دې وخت کې د کیویز لوبډلې په 195 منډو 4 لوبغاړي سوځېدلي وو، او هغوی د بریا لپاره یوازې 48 منډو ته اړتیا لرله.پداسې حال کې چې لا هم 6 ویکټې ورته پسر پاتې وې.
ټام لیتھم 64 بالونو باندې 5 څلوریزې ووهلې او 56 منډې یې جوړې کړې، چې د نیوزیلینډ بریا کې یې مهم رول ولوباوه. ګلین فلپس 20 او مایکل بریس ویل 2 منډې جوړې کړې او ناسوځېدلي پاتې شول.
نیوزیلینډ د 243 منډو هدف د 5 ویکټو په نقصان په 46م اوور کې پوره کړ.
د پاکستان له لوري تر ټولو زیاتې 2 ویکټې نسیم شاه ترلاسه کړې، سربېره پر دې، شاهین اپریدي، ابرار احمد او سلمان آغا یوه-یوه ویکټ واخیسته.
تر دې وړاندې د پاکستان په پاڼۍ کې د لوبې پیل د پاکستان لپاره ستونزمن و.
فخر زمان یوازې 10 منډې جوړې کړې او وسوځېد، دوهمه ویکټه د شکیل مسعود پرېوته چې یوازې 8 منډې یې جوړې کړې اؤ وسوځېد.
همداراز، د پاکستان بیټسمین بابر اعظم بیا هم ونه توانېد، چې یو ستر اننګز ولوبوي، هغه یوازې 29 منډې جوړې کړې او وسوځېد. البته، بابر اعظم د یو بل ریکارډ لرونکی شو، او د یو ورځني کرکټ په تاریخ کې یې تر ټولو لږو میچونو کې 6,000 منډې جوړې کړې.
په تېره لوبه کې سنچري جوړونکي کپتان محمد رضوان او سلمان علي آغا دا ځل هم ښه ملګرتیا وکړه او د پاکستان سکور یې 142 ته ورساوه، خو دواړه ونه توانېدل، چې سترې منډې جوړې کړي.
محمد رضوان 46 منډې جوړې کړې او وسوځېد، بیا سلمان علي آغا هم 45 منډې وکړې، خو د بریس ویل په بال د جیکب ډفي په کیچ اوټ شو.
طیب طاهر تر یو څه وخته خپله ویکټه ایساره کړه او په 33 بالونو باندې یې 38 منډې جوړې کړې، خو وروسته وسوځېد.
سربېره پر دې، خوشدل شاه 7، شاهین اپریدي1، فهیم اشرف 22 او نسیم شاه 19 منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ له لوري ول اورورکې 4 لوبغاړي وسوځول اؤ کپتان میچل سینټنر او مایکل بریس ویل 2-2 ویکټې ترلاسه کړې،جیکب ډفي او نیتھن سمیټ یوه-یوه ویکټ واخیسته.
Forum