لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړيوالو مشرانو په نیوزي لېنډ کې د وژل شویو سره خواخوږي ښودې او حمله یې غندلي


. د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جېسنډه ارډرن په جوماتون کې ډزې د "ترهگرۍ حمله" وبلله او وې ویل دا د هېواد "تر تر ټولو تیارو ورځو کې یوه ده."

د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ په گډون یو شمېر نړیوالو مشرانو په نیوزي لېنډ کې په جوماتونو باندې حملې دردونکې بللي دي. د نیوزي لېنډ وزیراعظمې په جوماتونو حمله ترهگري وبلله.

صدر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر د نیوزي لېنډ د پېښې کې د وژل شویو کورنیو سره خواخوږي ښودي او وې ویل "۴٩ کسان په بې حسه توگه وژل شوې دي، گڼ شمېر نو سخت زخمیان دي."

صدر ټرمپ وویل امریکا نیوزي لېنډ سره هر ډول مرستې ته تیاره ده. "الله دې په ټولو رحم ورکړي."

د نیوزي لېنډ کرائسټ چرچ ښار په دوو جماعتونو د جمعې په لمونځ په وخت د مسلح کس په ډزو کې ۴٩ کسان ووژل شو. د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جېسنډه ارډرن په جوماتون کې ډزې د "ترهگرۍ حمله" وبلله او وې ویل دا د هېواد "تر تر ټولو تیارو ورځو کې یوه ده."

پولیس ویلي د حملو په لړ کې درې تنان نیولي دي چې یو ٢٨ کلن سړي باندې د قتل الزام لگول شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل د نیوزي لېنډ په کراسئټ چرچ ښارکې په جوماتونو "د ترهگرۍ حمله د انتهايي تکلیف او د غندنې وړ ده."

عمران خان وویل حمله یې د دې درېځ تصدیق کوي چې د "ترهگرۍ هیڅ مذهب نه وي."

عمران خان وویل د داسې قسمه حملو په شا د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ حملو ورسته "اسلاموفوبیا" یا د اسلام په ضد کرکه ده چې د لاندې یې په نړۍ کې د ترهگرۍ د هر ډول حملې په اسلام او د مسلمانانو په سر د ورتپل کېدو لړۍ دوام لري."

افغان صدر محمد اشرف غني هم په نیوزي لېنډ کې په دوو جوماتونو د "ترورستي بریدونو"غندنه وکړه او دا یې "وحشیانه" عمل وبللو.

په کابل کې د ارگ څخه شائع شوي بیان کې وویل شو "پر دغو جوماتونو تروریستي بریدونو یو ځل بیا وښوده چې تروریستان هیڅ دین او ائین ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي.""

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او هغه يې وحشيانه بللی، عبدالله ويلي، «ترهګري مذهب او روا دليل نه لري.

په نیوزي لېنډ کې د افغانستان سفیر وحیدالله وېسي وویل د کرائسټ چرچ په جوماتونو حمله کې یو نیوزي لېنډ یو افغان نژاد کس هم وژل شوی او درې نور زخمیان شوې دي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د نیوزي لېنډ په جوماتونو د "ترهگرۍ" د حملو غندنه وکړه، نیوزي لېنډ او د اسلامي نړۍ سره یې عمزاري وکړه او وې وېل دا د "نسل پرستۍ او د اسلام نه د نفرت" د زیاتېدونکو پېښو ورستۍ اقدام دی.

XS
SM
MD
LG