لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا مهم خبرونه


محمد اکرام

روسي صدر د خپل امر دفاع کړی

د روس صدر ولادي میر پوټن په خپل هیواد کې په غټه شمیره کې د امریکا سفارتي عملې کمولو فیصلې دفاع کړې او ویلي يې دي، د واشنګټن سره يې د اړیکو ښه کولو لپاره د ډیروخت پورې انتظار اوکړو.

پوټن زیاته کړی هغه تمه لرله چې د ماسکو او واشنګټن ترمینځه به اړیکې ښه شي خو که چرې دا حالات بدلیږي هم نو په کې به ډ‌یر وخت لږي.

د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي دامریکا او روس تر مینځه د اړیکو ښه کیدو انحصار په واشنګټن کې دننه خرابیدونکې سیاسي ناروغۍ په علاج کولو دی خوزیاتوي دواړه ملکونه دنزدې اړیکو ساتلو نه ډیر لرې دي.

د روس صدر د اتوار په ورځ په ماسکو کې د امریکا ۱۲۰۰ نه سوا سفارتي عمله کې د ۷۵۵ کسانو د کمې راوستو حکم ورکړی وو. نوموړي دا ګام د امریکا کال ۲۰۱۶ صدارتي انتخاباتو کې د روس لاس وهنې د تورونو په سر په دغه هیواد د امریکې تازه بندیزونو لګولو په جواب کې پورته کړی.

د امریکا ناېب صدر د بالټک هیوادنو سفر
د امریکا ناېب صدر د بالټک هیوادنو سفر

د امریکا ناېب صدر د بالټک هیوادنو په سفر دی

د امریکا نایب صدر مایک پنس ویلي بلقان ریاستونو ته د روس جارحیت نه سوا بله کومه لویه خطره نشته او د نیټو اتحادي ملکونو ایستونیا، لیتویا او لیتهوینیا سره يې د مرستو ژمنه کړې.

نایب صدر پنس د بلقان درې واړه ریاستونو د مشرانو سره د استونیا پایه تخت ټلین کې لیدلي. نوموړي ویلي روس دا وخت په زور سره نړیوال سرحدونه بیا راښکلو، د ازادو قامونو جمهوریتونو ته نقصان رسولو اوپه یورپ کې د یونه پس بل ازاد قامونو تقسیمولو کوشش کوي. خونوموړي د خبرو په وخت د روس سره د اړیکو ښه کیدو طمع هم څرګنده کړی.

ریټایرډ میرین جنرل جان کیلي د واېټ هاوس نوی چیف اف سټاف
ریټایرډ میرین جنرل جان کیلي د واېټ هاوس نوی چیف اف سټاف

صدر ټرمپ د واېټ هاوس نوی چیف اف سټاف ټاکلی

د امریکا صدر صدر ډانلډ ټرمپ د ګل په ورځ په داسې وخت ریټایرډ میرین جنرل جان کیلي د واېټ هاوس چیف اف سټاف ټاکلی چې د ټرمپ حکومت په لومړو شپږو میاشتو کې د واېټ هاوس د لوړپوړو چارواکو بدلون، د ځېنو تګلارو ناکامو او میډیا ته پټو خبرونو ښکاره کیدو سره مخ دی.

د چیف اف سټاف څوکۍ ترلاسه کولو څوساعته وروستو جان کیلي د واېټ هاوس د اطلاعاتو د چارو ډایریکټر اینتهنې سکیراموچې داستعفا غوښتنه اوکړه چې یوولس ورځې وړاندې د واېټ هاوس د اطلاعاتو ډایریکټر ټاکل شوی وو او تیره اونۍ يې یولانجمنه مرکه ورکړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG