لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نهه پوځي عدالتونه جوړيږي


د ضروري قانون سازۍ کولو نه پس په ملک کې د پوځي عدالتونو قائمولو کار پېل شوی دی
د ضروري قانون سازۍ کولو نه پس په ملک کې د پوځي عدالتونو قائمولو کار پېل شوی دی

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي اريو بيان کې وئيل شوي ، په لمړي پړاؤ کې به ټول ملک نهه پوځي عدالتونه جوړولی شي .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار لخوا د جمعې په ورځ يو جاري شوی دی ، چې پکې وئيل شوي د ضروري قانون سازۍ کولو نه پس په ملک کې د پوځي عدالتونو قائمولو کار پېل شوی دی .

بيان کې وئيل شوي په لمړۍ مرحله کې ټول ملک نهه پوځي عدالتونه جوړول کيږي ، چې پکې درې درې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبه ، دوه په سندهـ او يو په بلوچستان صوبه کې جوړولی شي .

پوځي بيان کې وئيل شوي دغه عدالتونه به ډېر زر کار پېل کړي ، ولې د کار پېل کولو کوم ختمي نېټه د ائي اېس پي ار په بيان کې نه ده ښودلی شوې .

د پاکستان صدر ممنون حسېن د شورو په ورځ ائين کې د ۲۱م بدلون په بل دستخط کړی ؤ ، کوم چې يوه ورځ وړاندې د پارليمان د دواړو اېوانونو نه منظور کړی شوی ؤ . د ائيني بدلون لاندې په ملک کې د پوځي عدالتونو جوړېدو منظوري ورکړی شوې وه .

پېښور کې په ۱۶م دسمبر ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په گډون د ۱۴۹ کسانو د وژنې وروستو په ملک کې د ترهگرۍ د مقدمو د اورېدونو دپاره د پوځي عدالتونو جوړولو پرېکړه شوې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG