لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د افغانستان لپاره د امریکا په تګلارې فیصله ونه کړه


د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ په کیمپ ډیوډ کې د ملي امنیت د لوړپوړو سلاکارانو سره د څو ساعتونو لپاره پدې خبرې کړي چې د افغانستان په اړه مناسبه تګلاره وټاکي.

خو واېټ هاوس ویلي صدر ټرمپ افغانستان ته د اضافي امریکایي عسکرو د لیږلو یا نه لیږلو پریکړه ونکړه. د واېټ هاوۍ ویاندې سارا سینډرز په کیمپ ډیوډ کې د غونډې وروستو خبریالانو ته وویل چې صدر ټولې لارې چارې ګوري او غور پرې کوي.

ویاندې وویلي چې صدر ټرمپ به " په مناسب وخت کې د امریکا ولس، زمونږ ملګرو هیوادونو او ټولې نړۍ ته اعلان وکړي."

دا څوم ځل دی چې صدر ډانالډ ټرمپ د امریکا د ملي امنیت د لوړپوړو غړو سره د افغانستان لپاره د مناسبې تګلارې د ټاکلو لپاره غونډه کوي.

سپینه ماڼۍ وایي د ملي امنیت ټیم صدر ټرمپ ته په جنوبي اسیا کې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره د امریکا د نوې تګلارې په هکله هر اړخیزه معلومات ورکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ایچ ار مک ماسټر او نور جګپوړي غړي د صدر ټرمپ نه غواړي چې افغانستان ته اضافي امریکایي عسکر واستوي خو په سپینه ماڼۍ کې ځیني نور بیا د عسکرو د لیږلو سره مخالفت لري.

د صدر ټرمپ په انتظامیه کې د عسکرو د لیږلو سره مخالفت لرونکې ډلې مشري ستراتیژي جوړونکي سټیف بینن کوله. جمهور رئیس ټرمپ هغه د جمعې په ورځ د خپلۍ څوکې برطرفه کړ.

یوه غونډه چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې شوې وه، د دریو زرو نه نیولې تر پنځو زرو پورې د اضافي امریکایي عسکرو د لیږلو غوښتنه پکې شوې وه خو د دې تر څنګ په دریو نورو لارو چارو هم خبرې شوې وې.

یوه دا چې په همدې اوسني شمیر امریکایي عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي، دویم دا چې ډیر لږ شمیر دې زیات شي او دریمه دا چې عسکر دې یو څه کم شي خو د ډرون الوتکو حملې او د استخباراتي معلوماتو ټولول دې زیات شي او زیات پام دې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته شي.

د افغانستان د تګلارې لپاره یو خنډ پاکستان دی

یوه مسله چې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې په مخ کې خنډ جوړوي، دا ده چې د پاکستان سره باید څه وشي. یوه غوښتنه دا هم ده چې امریکا دې پدې غور وکړي چې که پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې مشران په نخښه نه کړي، نو د هغو هیوادونو په لست کې دې ورګډ شي چې دولت یې د ترهګرو ملاتړ کوي.

که پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هیواد وګڼل شي، د امریکا لخوا به پرې ډیر سخت اقتصادي بندیزونه ولګیږي، د وسلو خرڅول او اخیستل به پرې بند شي او امریکا به خپلې اقتصادي همکارې هم پرې بندې کړي.

امریکایي چارواکي وایي چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې ځیني کسان د طالبانو سره مرسته کوي خو پاکستان دا تور نه مني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG