لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د داعش پرضد جګړی له امریکاېي پوځ لیږل به غلطي وي:صدر اوباما


د امریکا صدر بارک اوباما وېلي په شام او عراق کې د خود سره اسلامي ریاست یا داعش تندروه ګوند پرضد جګړی لپاره پوځ لیږل به یوه غلطي وي. صدر اوباما دغه خبره پداسې حال کړې چې د جمعې په ورځ په پیرس ښار کې شوی ترهګر بریدونو وروستو د صدر اوباما د پالیسۍ مخالفین د امریکا دننه او بهر د ترهګرۍ پرضد د یوی کوټلې تګلارې غوښتنه کوي.

د ترکي ساحلي ښار انتالیه کې د نړۍ ۲۰ طاقتورو هیوادونو سرمشریزه غونډی راغونډولو په محال یو خبري غونډی ته د وینا په محال امریکاېي صدر داعش تندروه ډله د بدۍ مخ اوبلو او زیاته يې کړه د دغو پرضد به د یوی نوې تګلاری پرځاېي روان ګامونه نور هم سوا کوي.

امریکاېي صدر د پیرس بریدونه یو بد ګام بللې خو سره ددی يې د اسلامک سټېټ تندروه ګوند پرضد جګړی لپاره امریکاېی عسکر لیږلو خبره هم رد کړې. امریکاېي صدر وېلي (زمونږ سره دنړۍ تر ټولو غوره پوځ او پوځي صلاحکاران دي. او ځه د تیرو څو کلونو راهسې ددوي سره وخت په وخت وینم او ورسره په بیلا بیلو لارو خبری کوم. او دا خبره یواځې زما نه ده، زما نژدی پوځي او اولسي صلاحکاران هم دا ګڼي چې نور پوځ لیږل به یوه غلطي وي).

د جګړو ختول

د روانو جګړو ختمول او د نوؤ نه ډډه کول د امریکاېي صدر بارک اوباما د صدارت یوه مهمه خبره ده. په خپلو خبرو کې صدر اوباما په عراق کې د امریکا په مشرۍ کې د شوې جګړې بیا نه تکرارولو خبره هم اوکړه. امریکاېي صدر اوېیل:( داسې نه ده چې زمونږ پوځ موصل، رقاه، او یا رمادي ته نه شي تلې او دغه ځایونه د داعش وسله والو نه نشي پاکولې. خو که داسې کیږي نو هغه څه به بیا کېږي کوم چې وړاندې شوي).

خو په خپلو خبرو کې امریکاېي صدر زیاته کړه د داعش تندروه ګوند پرضد نوی پالېسي داسې پکار ده چې د ډیر وخت لپاره او کامیابه وي. صدر اوباما وېلي: (فرض اوکړۍ مونږ شام ته ۵۰ زره عسکر لیږو. که چرته بیا د یمن نه یو ترهګر برید کیږي نو بیا به څه کوو؟ بیا به مونږ هلته نور عسکر لیږو؟ هغه پوښتنه اوکړه، که بیا داشان په لیبیا او نورو هیوادونو کې کیږي؟ او که چری د نړۍ په بل یو هیواد یا په شمالي افریقا او په سوېل ختېځ ایشیا کې کیږي؟)

په ترکي کې د نړۍ ۲۰ لویو طاقتونو د سرمشرانو دغه غونډې ایجنډا د فرانس د برید وروستو د تجارت او اقتصاد نه ترهګرۍ ته اوړیدلې. او د نړۍ مشرانو پدغه غونډه کې داعش تندروه ډلې له ماتې ورکول او د شام د جګړی ختمولو باندې زیاتې خبری کړیدي. د سر مشریزی غونډی په اخره کې ټولو مشرانو پدی رضا ښودلی چې د یو بل سره به د استخباراتي معلوماتو شریکول، او ترهګرو ته د مالي مرستو مخه به نیسي.

د شام په سر خبری

په ترکي کې دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د امریکا او روس مشرانو خپل منځي اختلافونه یو اړخ ته کړی او په شام کې ېي په ډزبندۍ او د واک اختیار منتقلۍ باندې خبری کړي.

امریکاېي صدر بارک اوباما غواړي چې صدر بشر الاسد دی واک اختیار پریږدي. خو د روس صدر ولادي میر پوټن اوس هم د صدر اسد حمایت کوي. صدر اوباما او ښاغلي پوټن ددغه غونډې په ترڅ کې دوه ځلې ملاقات کړی. او په ویانا کې د شام په سر روانو خبرو اترو باندې کې شوي پرمختګ باندې ېي اطمینان ښودلې.

په دغه غونډه کې صدر اوباما د سعودي عرب، ترکي او اروپاېي اتحاد د مشرانو سره هم ملاقاتونه کړي. څوک چې د شام په لانجه کې مهم هیوادونه دي. او د شام د کډوالو د لوې شمیر د زور سره مخ دي.

خو د فرانس لپاره بیا یواځې خبری اتری پوره نه دي چا چې په رقاه کې د داعش تندروه ډلې په مرکزونو باندی د پیرس ترهګر بریدونو وروستو حملې کړیدي. د فرانس خارجه وزیر لارنټ فابیس څوک چې د صدر فرانسوا اولانډ پرځاېي پدغه غونډه کې ګډون کولو د پیرس د حملو په اړه اوېل په چا باندی په دومره بی دردۍ سره حمله کول پکار نه وي. تاسوته معلومه ده چې په پیرس کې څه اوشو.

XS
SM
MD
LG