لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملاله یوسفزۍ: طالبان دې د جینکو سکولونه پرانیزي


په کابل کې مېرمنو د جینکو سکول ته په تګ د طالبانو د قدغنونو په ضد احتجاجونه هم کړي دي

د امن نوبل انعام ګټوونکي ملاله یوسفزۍ د طالبانو نه غوښتلي چې جېنکۍ دې سکولونو ته پرېږدي.

ملاله یوسفزۍ او د ښځو د حقونو یو شمېر افغان مېرمنو طالبانو ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ شایع شوي خط کې لیکلي چې طالبان دې د جینکو په تعلیم لګول شوي پابندي ختمه کړي او د جینکو ثانوي سکولونه دې زر تر زره پرانیزي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه په اګست کې د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو د ثانوي درجې جینکۍ سکولونو ته د تګ نه منع کړي دي خو د هلکانو د دغه درجې سکولونه خلاص دي.

د ای اېف پي ترمخه طالبانو ویلي د اسلامي تعلیماتو په رڼآ کې جینکو دپاره د جدا تعلیم او د امنیت انتظام برابرولو وروسته به جینکۍ سکولونه تګ شروع کړي.

د ایف اېف پي ترمخه طالبانو ته خط کې ملاله یوسفزۍ د اسلامي ملکونو مشرانو نه وغوښتل چې طالبانو ته دا خبره واضحه کړي چې مذهب جینکۍ سکولونو ته د تګ نه نه منع کوي.

طالبانو ته د خط لیکوالانو وویل "افغانستان دا وخت د دنیا واحد ملک دی چې د جینکو په تعلیم یې بندیز لګولی دی."

طالبانو ته خط کې دا غوښتنه هم شوي ده چې د نړۍ د شته منو ملکونو تنظیم جي ټوېنټی دې د افغان ماشومانو د تعلیم دپاره تګلاره جوړولو مالي مرسته دې وکړي. د خط سره په یو پېش شوي قرارداد تر اوسه پورې 640000 دستخطونه شوي دي.

د ملاله یوسفزۍ په اړه ای اېف پي وايي هغه په کال 2012 کې طالبانو په سوات کې په ډزو وېشتلي وه. هغه اوس 24 کلنه ده، جینکو د تعلیم دپاره هلې ځلې کوي او د هغې په نوم جوړ شوي ملاله فنډ په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې دوه مېلین ډالر مصرف کړي دي.

XS
SM
MD
LG