لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوبل انعام اخېستونکي روسي خبریال باندې د رنګونو حمله شوي


نوبل انعام اخیستونکی روسي خبریال دمتري موراتو

دمتري موراتو چې د روس د نوایا ګزېټا نومې ورځپاڼې مدیر او نوبل انعام اخیستونکی دی، ویلي نامعلومه حمله کوونکي پې سور رنګ وراچولی دی.

نوایا ګزیټا ورځپاڼه وايي موراتو په ټرین کې د ماسکو نه سمارا ته د زیارت په ورځ روان وو چې یو حمله کونکي ورباندې سور رنګ ورواچوؤ. موراتؤ په کال 2021 کې د فلپائن خبریالې ماریه ریسا سره په ګډه نوبل جایزه اخستې ده

په ټيلې ګرام شریک شوي عکس کې لیدل کېږي چې د ښاغلی موراتؤ په سر، قمېص او لاسونو سور رنګ اړول شوی دی. موراتؤ وايي چې رنګ اچونکي د پیښې په وخت چغه کړه چې "موراتؤ زمونږ د هلکانو له اړخه دا ستا لپاره"

د نوایا ګزیټا نیویورپئین ایډیشن سره مرکه کې د برید په اړه وايي چې سترګې ډیرې زیاتې سوزیدلې.

نوایاګزیټا د روس یو وتلی ورځپاڼه ده او تیره میاشت د روس د چارواکو لخوا د هړکو وروسته یې خپل کارونه ځنډولي دي. ورځپاڼه وايي ورته وېل شوي وو چې پرضد به یې قانوني ګامونه پورته کړی شي او وبه تړل شي.

د زیارت په ورځ د نوایا ګزیټا هغه خبریالان چې د بې طرفه خبرونو خپرولو پرضد د چاپو له وجې د روس نه وتلي وایي دوی د روس او ګردې نړۍ تازه مالوماتوخپرولو په خاطر په روسي او په یو شمیر نورو ژبو کې نوي مطبوعاتي ادارې نه شورو کړې ده.

په ویب پاڼه جاري شوې بیانیه کې وېل شوي د نوایا ګزیټا پخوانی مدیر کیریل مارټینوف به د سیاسي چارو لپاره د اروپايي څانګې مدیر وي.

بیانیه زیاتوي دوی خبر دي چې په ګرده نړۍ کې یې لوستونکي د تايده شویو خبرونو لپاره په طمه دي نو ځکه په زور د هیواد نه ویستل شوي صحافیان او په کار یې هیواد کې بندیز لګول شوی او د نوایاګزیټا یورپ د شورو کولو اعلان کوي. بیانیه کې دا نه دي وېل شوي چې دوئ به له کومه ځایه خپله ورځپاڼه خپروي؟.

په اوکراین د حملې په اړه به څنګه میډیا خبرونه خپروي د دغې لپاره روس محدودیتونه پرځای کړي دي.

د مطبوعاتو د انتظام ادارې ترمخه، میډیا به ارومرو د سرکاري ابلاغیاتو خبره کوي کوم چې د اوکراین جګړې ته خصوصي پوځي عملیات وايي او د دغې لپاره د جګړې او ایشغال ټکي په کارولو بندیز لګول شوی.

XS
SM
MD
LG