لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا د ایټمي ازموینې په سر د ملگرو ملتونو بندیزونه رد کړل


ملگرو ملتونو په شمالي کوریا د هغه ایټمي ازموینې په سر لگولي چې پیانگیانگ د سپټمبر د میاشت په دریمه نیټه کړي ده او ويلي یې دي چې دا د هایډروجن بم ازموینه وه. هایډروجن د روایتي ایټم بم نه ډیر زیات طاقت ور وي
ملگرو ملتونو په شمالي کوریا د هغه ایټمي ازموینې په سر لگولي چې پیانگیانگ د سپټمبر د میاشت په دریمه نیټه کړي ده او ويلي یې دي چې دا د هایډروجن بم ازموینه وه. هایډروجن د روایتي ایټم بم نه ډیر زیات طاقت ور وي

شمالي کوریا هغه نوي بندیزونه رد کړل چې د ملگرو ملتونو سکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا پرې دا هفته د ایټمي ازموینې په سر لگولي وو.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د شمالي کوریا خارجه وزارت د سرکاري خبري ادارې "کی سي این ای" د لارې خپور شوي بیان کې وویل په هیواد د "مکمل اقتصادي بندیز" هدف د ولس ساه بندول دي.

"ډي پي ار کی به د هیواد د خپلواکۍ او د ژوندي پاتې کیدو د دفاع حق مضبوطولو لپاره خپل کوښښ دوچنده کوي،" د خارجه وزارت بیان وویل چې او د هیواد دپاره يي د ډي پي ار کی ټکي استعمال کړل. ددې مطلب دی ډیموکریټک پیپلز ریپبلک اف کوریا.

په جنیوا کې د وسلې د مخنیوي دپاره د ملگرو ملتونو غونډې ته د شمالي کوریا سفیر هان تی سانگ وویل شمالي کوریا خلاف بندیزونو لگولو کې د مشرۍ کردار ادا کولو په سر به امریکا تر "ټولو زیات درد" محسوسوي.

ملگرو ملتونو په شمالي کوریا د هغه ایټمي ازموینې په سر لگولي چې پیانگیانگ د سپټمبر د میاشت په دریمه نیټه کړي ده او ويلي یې دي چې دا د هایډروجن بم ازموینه وه. هایډروجن د روایتي ایټم بم نه ډیر زیات طاقت ور وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG