لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د شمالي او جنوبي کوریا د سر مشرانو تاریخي غونډه وشوه


جنوبي کوریا د شمالي کوریا مشر ته د هرکلي دپاره روایتي دستورې ترتیب کړې وې

د جنوبي کوریا او شمالي کوریا مشرانو د ویشل شوو کوریاگانو په سرحد د جمعې په ورځ یو تاریخي ملاقات وکړو. دواړو مشرانو د کوریاگانو ترمنځ راښکلې شوې کرښې دپاسه یو بل ته لاس ورکړل.

ددې ورسته د شمالي کوریا کیم یونگ اون د جنوبي کوریا صدر مون جی اېن سره په کرښه جنوبي کوریا ته واوړیدو. څو شېبې ورسته، د جنوبي کوریا صدر د کرښې پورې غاړې ته د شمالي کوریا په خاوره گام کښېودو. خو بیا دواړه مشران جنوبي کوریا ته واوړیدل.

د جنوبي کوریا صدر کیم یونگ اون ته وویل "زه ستا سره په لیدلو خوشحاله یم."

په کال ١٩٥٣ م کې د کوریاگانو د جنگ د ختیمدو راهېسې دا وړمبی ځل دی چې د شمالي کوریا د واکمنې کیم کورنۍ غړي په شمالي کوریا کې قدم کېښودو.

تر دا وخت د دواړو کوریاگانو د سرمشرانو درې غونډې شوي دي. په کال ٢٠٠٠ م او په کال ٢٠٠٧ د کوریاگانو ترمنځ د سرمشرانو غونډې په شمالي کوریا کې وې.

په واشنگټن کې وایټ هاوس د کیم یونگ اون او د جنوبي کوریا د صدر د ملاقات هرکلی وکړو.

په یو بیان کې وایټ هاوس وویل "مونږ امید کوو چې د کوریاگانو په سیمه کې د پرامنه او سوکاله اینده ترلاسه کولو کې به دا مذاکرات پرمختگ وکړي.

امکان دی چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به هم د مۍ او یا د جون په میاشت کې د کېم سره لیده کاته وکړي.

XS
SM
MD
LG