لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مایک پمپیو: د شمالي کوریا رهبر اټومي بې وسلې کېدو ته ژمن دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، کانګرس ته به د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالی کوریا د رهبر کېم جان اون ترمنځ د هر تړون په اړه اسناد لېږل کیږي.

خو پمپیو دا و نه ویل چې کانګرس ته لېږدېدنکي اسناد به کوم تړون او کوم قرارداد وي.

پمپیو همدارنګه ډاډه څرګند کړ چې د شمالي کوریا رهبر د بې وسلې کېدو په برخه کې ريښتینی دی.

(هغه یعنې کېم ماته شخصي ویلي چې هغه بې وسلې کېدو ته چمتو دی او هغه په دې پوهېږي چې اوسني حالات کار نه کوي او له همدې امله هغه بې وسلې کېدو ته چمتو دی. دی په دې هم پوهېږي چې مونږ یې په هغه ډول نشو کولای چې پخوا مو کړی وو)

پمپیو وویل، دواړه غاړې ډېرې جدي دي او ټرمپ سینګاپور ته د خلاصو او پرانستو سترګو روان دی.

XS
SM
MD
LG