د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار ترمخه په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په ضد تازه فضائي عملياتو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي .
د ائي اېس پي ار ترمخه نن د اتوار په ورځ سحر د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې د پوځ لخوا فضائي عمليات شوي ، چې پکې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي .
او په وژل شوؤ کې د ځايي وسله والو سره بهرني جنگيالي هم شامل دي .
د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ تېرکال د جون په مياشت کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ؤ، چې تراوسه دوام لري .
تېره مياشت د پوځ د مطبوعاتي څانگې مشر مېجر جنرال عاصم باجوه وئيلي ؤ ، تراوسه پورې شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ عملياتو کې ۲۰۰۰ وسله وال وژل شوي دي . او د عملياتو په مهال ۲۰۰ عسکر وژل شوي او ۸۰۰ نور ژوبل شوي دي .
د پاکستان حکومت او پوځ وايي د ټول ملک څخه به د ترهگرۍ نوغی اوباسي ، او د دسمبر په مياشت کې پېښور کې په ارمي پبلک سکول د طالبانو د بريد وروستو د تُندلارو په ضد عمليات نور تُند کړی شوي دي .