لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان نښته کې ۷ پاکستاني عسکر او ۹ وسله وال وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان پولې ته نژدې د شمالي وزیرستان په سره نرۍ سیمه کې د وسله والو په یو برید کې د پاکستان د پوځ یو کېپتان په شمول ۷ عسکر وژل شوي. پوځ ویلي په ځوابي کاروايۍ کې ۹ وسله وال طالبان هم وژل شوي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) لخوا خپور شوي بیان تر مخه د افغانستان پولې ته نژدې د شمالي وزیرستان غرلمۍ او سپېره کنړ سېمه کې د پولې بلخوا نه راوښتي ترهګر په یو مرکز کې پټ شوي وو. بیان وايي په دغه مهال عملیاتو کې ۹ ترهګر وژل شوي او په ځوابي ډزو کې د پاکستان د پوځ ۷ عسکر وژل شوي چې یو پکې افسر (کېپتان) هم شامل دی. پوځ ویلي د عملیاتو وروسته سیمه د ترهګرو پاکه شوې او د وژل شوو عسکرو پیژندګلو روانه ده.

وړاندې د دغې د شمالي وزیرستان یو چارواکي وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي وو، د دته خیل په سره نرۍ سېمه کې د وسله والو طالبانو لخوا د پاکستاني عسکرو په یوه ګشتي ډله برید ترسره شوی وو چې پکې اووه پاکستان عسکر وژل شوي.

دغه چارواکي زیاته کړې د پېښې وروسته پوځ دغه ټوله سېمه په خپله ولقه کې اخيستې او د لټون عملیاتو په ترڅ کې يې نژدې ۹ وسله وال وژلي.

یاده سېمه د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه نه ۷۰ کلومیټره لرې او د افغانستان پولې ته نژدې پرته ده. دوه میاشتې وړاندې هم په سره نرۍ سېمه کې د امریکا یو بې پاېلټه ډرون برید کې د پاکستاني چارواکو په وینا د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې ۳ پلویان وژل شوي وو.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ لخوا د ضرب غضب عملیاتو پيلیدلو وروسته د دغه سېمې ځايي خلکو خپله علاقه پریښودې وه او تراوسه ځايي خلک خپلو سېمو ته نه ستانه شوي. د سرچینو تر مخه په دغه سېمه کې یواځې پوځي او امنیتي چارواکي پاتې کیږي.

تر دې دمه کومې ترهګرې ډلې په پاکستاني پوځ د برید پړه په غاړه نه ده اخېستې.

د پاکستان په پخوانیو قبایلي سېمو کې د پوځ او طالبانو لخوا وخت په وخت داسې قسمه دعوې کیږي خو د دغه دعوو پخلی د ازادو سرچینو نه، نه کیږي.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت په پخوانیو قبایلي سېمو کې د عملیاتو د کامیابۍ ادعاوې کوي خو وخت په وخت په قبایلي ضلعو کې په پاکستاني عسکرو دغه رنګ بریدونه ترسره کیږي. سره د دې په دغه سېمو کې حدفي وژنې هم کیږي چې ورسره د پاکستان د پوځ لخوا د عملیاتو په کامیابۍ او دغه سېمې د ترهګرو نه پاکولو په دعوو شکونه هم راپورته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG