لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ناروی کې په جومات مشکوک حمله کونکی عدالت ته وړاندې کړی شو


په جومات کې یو کس په حمله کونکی قابو وموندلو او د پولیس د ورتگ پورې یې نیولی و

په ناروی کې په جومات حمله کې او د یوې ناسکا خور په وژنه کې مشکوک کس د گل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شوی.هغه زخمي لیدل کېدو خو په مخ یې مسکا وه.

د ٢١ کلن فلېپ مېنهاوس وکیل اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته وویل د هغه موکل د خپل حق په استعمال تفتیش کونکو سره لا خبرې نه کول غواړي.

فلېپ مېنهاوس د ناروی سرښار اوسلو په مضافاتو کې د خالي، شنبې، په ورځ د ټوپک په لاس د النور اسلامک سینټر جومات ته ور ننوتلو او ډزې یې وکړې. یو کس معمولي زخمي شو. په جومات کې یو کس په حمله کونکی قابو وموندلو او د پولیس د ورتگ پورې یې نیولی و.

پولیس د مشکوک حمله کونکي کور ولټولو او هلته یې د هغه د ١٧ کلنې ناسکا خور مړی ومندلو. پولیس دا گمان کوي چې فېلپ خپله خور وژلې ده. پولیس په دې اړه نور تفصیل نه دی وړاندې کړی.

د ناروی د قامي سلامتیه ادارې مشر خبریالانو ته وویل چې یو کال وړاندې د نیول شوي کس په اړه اطلاع ترلاسه شوي وه خو ډیره واضحه نه وه او دا ترې نه څرگندیده چې گنې هغه د کومې حملې تیاری کوي.

د فلېپ مېناوس وکیل د ناوری د مطبوعاتو په دې رپورټ د څه ویلو نه ډډه وکړه چې فلېپ مېنهاوس د مارچ په میاشت کې په نیوزي لېنډ کې په جوماتونو او د امریکې د ټیکسس ریاست په الپېسو ښار کې په والمارټ حملې راپارولی و. د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو د مسلح حمله کونکو په ډزو کې ٥١

او په الپېسو ښار کې د وسله والو په ډزو ٢٢ کسان وژل شوې دي.

اېسوسي اېټډ پرېس وايي فلېپ مېنهاوس چې عدالت ته حاضر شو نو د دواړو سترگو دلاندې او په مخ او مرۍ یې زخمونه لیدل کیدل خو په خوله یې مسکا وه. پولیس ویلي مشکوک کس د زیاتې مرگې ژوبلې تیاری کړ و خو په جومات کې موجودو کسانو قابو کړو.

د ناروی یوې ورځپاڼې په خپل رپورټ کې وویل چې د حملې په ورځ فلېپ مېنهاوس په انټرنېټ لېکلي وو چې د هغه انتخاب "سېنټ (برېنټن) ټېرنټ کړی دی." سېنټ په انگریزۍ کې ولي یا بزرگ ته وېل کېږي او برېنټن تېټرنټ د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو حمله کړې ده.

XS
SM
MD
LG