لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قانون وزير بابراعوان سترې محکمې ته وړاندې شوى دى


د قانون وزير بابراعوان سترې محکمې ته وړاندې شوى دى
د قانون وزير بابراعوان سترې محکمې ته وړاندې شوى دى

د اين ار او په پريکړه دعمل په اړه د قانون مرکزي وزير بابراعوان د نهې په ورځ سترې محکمې ته بلل شوى ؤ.

په دغه مهال دهغه سره پخوانى ستر څارنوال جنرال لطيف کهوسه، راجه پرويز اشرف، امين فهيم ، قمر زمان کائره او نور مرکزي وزيران هم موجود وؤ.

دپريکړې اوريدنه دقاضي ناصرالملک په مشرۍ پينځه تني بينچ وکړه. دپاکستان سترې محکمې دملي روغې جوړې په صدارتي امر يا اين ار او په پريکړه دعمل په هکله دمقدمې اوريدنه تر 10م جون ځنډولې او حکومت ته يې امر کړى دى چې دراتلونکې مقدمې په اړه جامع دريځ وړاندې کړي.

دقانون مرکزي وزير بابراعوان عدالت ته وويل دموجوده ريکارډ له مخې په سوئټرزلينډ کې کومه مقدمه نۀ ده جوړه، په سوئټرزر لينډ کې پلټنې يو اړخيزه وې او دپيپلز گوند دمشرتابۀ په هکله يوه معامله هم دسوئس مجسټريټ سره نشته.

د نهې په ورځ چې کله د اوريدنې پيل وشو نو عدالت دقانون مرکزي وزير ته وويل دقانون سکتر عدالت ته وړاندې نۀ شو ځکه دحکومتي دريځ معلومولو لپاره تۀ راغوښتل شوى يې چې په دې دقانون وزير وويل دعدليې څخه مننه کوي چې هغه يې دحکومتي دريځ معلومولو لپاره عدالت ته غوښتى دى.

داوريدنې په مهال پخپلو څرگندونو کې قاضي ناصرالملک وويل تر دې مهاله ورکړل شوي حکومتي بيانونه شکمن دي.

قاضي جواد ايس خواجه وويل هغه په اين ار او دعمل په هکله دحکومت په طرز حيران دى او په ډاگه دې کړل شي چې تراوسه په دغه اړه کوم گامونه پورته کړل شوي دي.

ددې په ځواب کې دقانون مرکزي وزير بابراعوان وويل حکومت داين ار او په اړه په عدالتي پريکړو عمل کوي.

هغه وويل په سوئس مقدمو کې حکومت په عدالتي احکاماتو عمل لپاره چمتو دى او په دې هکله ځينې قانوني پيچيدگۍ دي.

قاضي خواجه دبابراعوان څخه وپوښتل سوئټرزلينډ کې د60ؤ ملينو ډالرو بيرته راوړلو لپاره څه گامونه اخستل شوي دي؟ چې ددې په ځواب کې بابراعوان عدالت ته وويل د60ؤ ملينو خبره شوې ده چې دغه پيسې اضافي وړاندې کولى شي او ورسره دهغوي دقيادت هيڅ تعلق نشته.

عدالت وپوښتل کۀ چرې دغسې کومه خبره نۀ وي نو بيا چې کومې پيسې کنگل کړل شوي هغه څه وې؟ چې په دې بابراعوان وويل په دغه هکله ورته معلومات نشته.

نوموړي وويل دمصروفيت له امله دهيواد څخه بهر ځي ځکه نو دځواب دورکړې لپاره دې ورته مهلت ورکړل شي.

دقانون وزير وويل په 1997ء کې ستر څارنوال ته دا واک نۀ ؤ ترلاسه چې هغه په سوئټرزلينډ کې جوړو مقدمو پرانستو لپاره خط وليکي.

بابراعوان وويل دپخواني سترڅارنوال ملک قيوم په ضد به په يوه مياشت کې کارروائي پيل کړل شي او په دغه هکله سمري وزيراعظم ته استول شوې.

وروسته دسترې محکمې څخه بهر خبريالانو سره دخبرو په مهال بابراعوان وويل حکومت نن ثابته کړه چې دعدليې او حکومت ترمينځ دهيڅ رقم ټکر گنجائش نشته.
ښاغلي اعوان وويل عدالت ورته وويل په راتلوکې کې به په دغه مقدمه کې دقانون دوزير وړاندې کيدو هيڅ ضرورت نۀ وي او حکومتي دريځ به دستر څارنوال څخه اوريدل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG