لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نورستان : په برگ مټال حکومتي قبضه بحال کړل شوې ده


نورستان : په برگ مټال حکومتي قبضه بحال کړل شوې ده
نورستان : په برگ مټال حکومتي قبضه بحال کړل شوې ده

افغان چارواکي وائي افغاني او ائتلافي ځواکونو د نهې په ورځ ديوې گډې کارروايۍ په مهال د شمال ختيځ ولايت نورستان په برگ مټال اولسوالۍ درې ورځې دمخه دطالبانو لخوا کړې قبضه ختمه کړې ده.

خواؤشا 500ؤ طالب جنگيالو تيره اوونۍ دنورستان ولايت په مرکز برگ مټال د څو ورځو دجگړې څخه وروسته هاغه مهال په دغه سيمه قبضه کړې وه چې دغلته موجودو افغان سرحدي پوليسو وئيلي ؤ هغوې دخپلې تگلارې ترمخه سيمه پريږدي او شاتگ خپلوي.
دچارواکو له مخې دنهې په ورځ دبين المللي پوځونو دهيلي کاپټرو له لارې خواؤشا 200 پوځيان سحر وختي دپاکستان دپولې سره نزدې غرييزې سيمې کې کوز کړل شول او او هغوي دڅه رقم مقاومت سره دمخ کيدو پرته په برگ مټال حکومتي قبضه بحال کړه.
ائتلافي ځواکونو په يو بيان کې وئيلي دي په دغو ټولو عملياتو کې نۀ خو گومه گولۍ چليدلې او نۀ هم څوک ژوبل شوي دي.
په ډاگه دې وي چې يوه ورځ دمخه بين المللي پوځونو دطالبانو دفاعي پوزيشنو کمزوري کولو لپاره فضائي بريدونه کړي وؤ چې پکې په غرونو کې جوړ دتندلارو کمانډر سينټر هم په نخښه کړل شوى ؤ.
تيره اوونۍ افغاني چارواکو ادعا کړې وه چې په نورستان کې شوؤ نښتو کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت دسوات سيمې دطالبانو مشر مولانا فضل الله وژل شوى ؤ خو ددغه ادعا ازادو سرچينو څخه پخلى نۀ دى شوى او په پاکستان کې دطالبانو دغورځنگ يو لوړپوړي کمانډر مولوي فقير محمد دمولانا فضل الله دوژل کيدو دخبرونو ترديد کړى ؤ.
په نورستان کې دطالبانو واک دتير کال داکتوبر په مياشت کې وروستو له هغې سيوا شو ى ؤکله چې تندلارو په سرحدي سيمه کې جوړې دامريکائي پوځ په يوه څوکۍ بريد وکړو او 8 پوځيان يې وژلي ؤ او ددغه بريد څخه وروستو امريکائي پوځونو دغه چوکۍ خالي کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG