لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ د نیویارک عدالت ته وړاندې شو، پر ځان لګېدلي تورونه یې رد کړل


د امریکې مخکیني صدر ډانالډ ټرمپ د سه شنبې- نهې په ورځ د نیویارک د منهېټن سیمې په عدالت کې پر ده لګېدلي هغه 34 تورونه رد کړل چې د 2016م په صدارتي ټاکنو کې د ده تر کامیابۍ مخکې له هغو 130,000 ډالرو سره تړلي دي چې وایي ده د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنیلز ته د هغې د دعوې له کبله د غلي پاتې کېدو لپاره ورکړي وو.

د رپوټونو له مخې دا لومړی ځل دی چې د امریکې کوم اوسنی یا مخکینی صدر د تورونو په نتیجه کې په رسمي توګه مجرم پېژندل کېږي یا فردِ جرم ورباندې لګېږي.

ډانلډ ټرمپ له اوږدې مودې د اداکارې سټورمي ډېنیلز دا دعوه ردوي چې ګواکې له هغې سره یې شپه تېره کړې وه خو د ده د هغه وخت وکیل او سیاسي فکسر مایکل کوهن هغې ته پیسې ورکړې وې.

مایکل کوهن ته چې بیا دغه پیسې ور ادا کړل شوې وې هغه د ټرمپ ارګنایزېشن په کاروباري ریکارډ کې د قانوني خرڅونو په توګه لیکل شوې وې. ټرمپ دعوه کوي چې دا پیسې اوه کاله مخکې د هغه د ولسمشرۍ له کمپېن سره تړلې وې.

مخکیني معلومات:

د لوڅو فلمونو ادا کارې ته د خاموشه پاتې کېدو دپاره د پېسو ورکولو په مقدمه کې عدالت ته د وړاندې کېدو نه مخکې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ ځان چارواکو ته وسپارلو. دا خبر د امريکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي ټرمپ د نیویارک په مېنهېټن برخه کې د جج مخې ته پېشۍ دپاره د عدالت ودانۍ ته ورسېدلو.

ای پي وايي د ټرمپ ټاور نومې خپل هوټل نه عدالت په لوري د روانېدو په مهال ټرمپ خپل سوک اوچت کړو.

ټرمپ د امریکې په تاریخ کې لومړی پخوانی صدر دی چې د مجرمانه اقدام فرد جرم پې لګول شوی دی.

تېره هفته د نیویارک ښار په مېنهېټن کې یوې منصفه جرګې په ټرمپ فرد جرم ولګولو چې څو کاله وړاندې يې د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنيلز ته هغې سره د جنسي رابطې په اړه د خاموشه پاته کېدو په خاطر پېسې ورکړې وې.

ټرمپ د دې اقدام په غبرګون کې ځان "یو مکمل معصوم شخص" بللی دی. ټرمپ پخپل بیان کې ویلي: "دا سیاسي ځورول او په تاریخ کې په ستره کچه انتخاباتو کې مداخلت کول دي.

د هغه وکیلانو ویلي چې هغه به عدالت ته وايي چې بې ګناه دی.

په ټرمپ الزام دی چې په ۲۰۱۶ کې د صدارتي انتخاب نه مخکې يې ډېنيلز ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې وې چې هغه سره د تعلق په اړه خاموشه پاتې شي. ټرمپ دغه خبره ردوي.

ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ په فلورېډا ریاست کې د خپل کور ته نیویارک ته رسېدلی دی.

د ټرمپ وکیلانو د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته خواست وکړو چې د نهې، سه شنبې، په ورځ دې عدالت ته د کېمرو وړلو اجازت ور نه کړی شي. د وکیلانو په قول دا به د مقدمې په اړه د سرکس په شام ماحول نور هم خراب کړي.

په ټرمپ د فرد جرم تفصیلات تر اوسه خفیه ساتل شوي دي خو هغه چارواکي چې په دې اړه معلومات لري وایي په ۷۶ کلن ټرمپ به مبینه توګه د ۳۰ غلط غیر قانوني اقداماتو الزامات لګول شوي دي.

ممکنه ده چې په ټرمپ د فرد جرم تفصیلات په عدالت کې د هغه د حاضرېدو په وخت ښکاره کړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي عدالت ته د حاضرېدو په وخت به لکه د عامو ملزمانو په شان د ټرمپ تصویر او ګوتو نخښې اخیستل کېږي. خو د پخواني صدر په حېث به يې لاسونو ته هتګړۍ نه اچول کېږي.

چارواکي وايي ټرمپ د استوګني ځای ټرمپ ټاور او د عدالت چار چاپېره د امنیت سخت اقدامات اخیستل شوي دي.

د ټرمپ ځینو پلویانو د عدالت نه بهر د احتجاج خبره هم کړې ده.

سټورمي ډېنېیلز
سټورمي ډېنېیلز

د نیویارک ښاروال یا مېیر اېرېک اېډمز خبرداری کړی چې احتجاج کونکي دي پرامنه ووسي.

د ټرمپ پلوي او د ريپبلېکن پارټۍ نماینده مارجري ټېلر ګرین او د نیویارک ینګ ريپبلېکن کلب نومې تنظیم ویلي، چې د پرامنه احتجاج اراده لري.

په عدالت کې د پېشۍ وروسته ټرمپ اراده لري چې په فلورېډا کې خپل کور ته بېرته لاړ شي او د نهې، سه شنبې، په ماښام رسمي بیان جاري کړي. هغه د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان هم کړی دی.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ټرمپ وکیل جو ټېکوپینا د امریکي سي اېن اېن ټېلې وژن ته وویل چې ډېنیلز ته پېسې د شخصي مصرف و او د ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب دپاره د مهم پېسې نه وې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او رويټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG