لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيوزي لينډ زلزله کې 100 ؤ نه زیات کسان وژل شوې


په نيوزي لينډ کې دچارواکو وينا ده دوه ورځې وړاندې دهيواد په دوهم ستر ښار کرائسټ چرچ کې راغلې د6.3 شدت زلزلې څخه وروستو دملبې نه د98 کسانو مړي راويستل شوي دي.

دزيارت په ورځ وزيراعظم جان کي دوژنو شميره 92 وښوده اود200ؤ کسانو دژوند په حقله يې دانديښنو څرگندونه وکړه.

په ورکو شوؤ کې دسلو څخه زيات هاغه کسان دي دزلزلې په وجه دړنگې شوې ودانۍ دملبې لاندې گير شوي دي.

په دغه ودانۍ کې ديو ټي وي سټيشن ترڅنگ يو سکول هم جوړ دى.

پوليسو وئيلي دي امدادي تنظيمونه دورکو شوؤ خلکو لټه کوي.

په امدادي کارروائيو او دبحالۍ په عمل کې مقامي ادارو ته مدد ورکولو لپاره امريکا، اسټريليا، جاپان او نورو هيوادونو څخه ډلې کرائسټ چرچ ته رسيږي.

دامريکې صدر براک اوباما دنيوزي لينډ وزيراعظم سره په ټيلي فون درابطې کولو په ترڅ کې په پيښه دافسوس څرگندونه او دبحالۍ په کار کې دمرستې باور ورکړو.

وزيراعظم جان کي دشورو په ورځ کرائسټ چرچ کې دبيړني وضعيت دنفاذ اعلان کړى او دنهې ورځې يې دهيواد دتاريخ تر ټولو توره ورځ گرځولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG