لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما افغانستان کې داولسي وگړو په وژنه افسوس ښکاره کړى


براک اوباما افغانستان کې داولسي وگړو په وژنه افسوس ښکاره کړى
براک اوباما افغانستان کې داولسي وگړو په وژنه افسوس ښکاره کړى

د افغان صدر حامد کرزي ددفتر څخه په جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي د امريکې صدر براک اوباما تير ماښام د صدر حامد کرزي سره په يو ويډيوي کانفرنس کې خبرې اترې کړي دي.
بيان کې وئيل شوي دي صدر اوباما په دغه مهال تيره ورځ په هاغه فضائي بريد چې پکې اولسي وگړي وژل شوي وؤ دسخت افسوس څرگندونه کړې ده.
په کابل کې دامريکائي سفارت خانې يو وياند ددواړو مشرانو ترمينځ دشوؤ خبرو اترو پخلى کړى خو په دغه حقله يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي.
په ختيز افغانستان کې په تيرو دوؤ اوونيو کې داولسي وگړو دوژنې څلور پيښې رامينځته شوي چې پکې د80ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
افغان صدر حامد کرزي او افغان قانون جوړونکو ددغو بريدونو سخته غندنه کړې ده او په نيټو يې غږ کړى چې بايد دتندلارو دځالو په نخښه په وخت داولسي وگړو تحفظ باوري کړي.
په افغانستان کې دامريکا او نيټو کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس دشورو په ورځ په ختيز ولايت کونړ کې په فضائي بريد کې دماشومانو دوژل کيدو په پيښه بخښنه غوښتې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG