لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما : افغانستان به بيا دترهگرو ځالې جوړيدو ته نۀ پريږدو


صدر اوباما : افغانستان به بيا دترهگرو ځالې جوړيدو ته نۀ پريږدو
صدر اوباما : افغانستان به بيا دترهگرو ځالې جوړيدو ته نۀ پريږدو

د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي چې امريکائي پوځيان په افغانستان کې دطالبانودپرمختگ مخنيوي کې بريالي کيږي او هغوي به په افغانستان کې پخپل مشن کې کاميابيږي.
صدر اوباما دجمعې په ماسخوتن په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلى ؤ او دکابل سره نزدې په هوائي ډگر بگرام کې يې دامريکائي پوځيانو يوې غونډې ته د وينا په مهال وويل په افغانستان کې گمارل شوي امريکائي پوځيانو دطالبانو په ضد پرمختگ کوي.
صدر اوباما وويل دوي به افغانستان دتندلارو داسې ځالې جوړيدو ته پرې نۀ ږدي چې دغه تندلاري بيا په امريکا بريدونه کوي. صدر اوباما وويل دغسې به بيا نۀ کيږي.
صدراوباما امريکائي پوځيانو ته وويل دنړۍ دا برخه دهاغو نړيوالو هڅو مرکز دى چرته چې دوي غواړي القاعده او دهغې ترهه گريزو انډيوالانو ته ماتې ورکړي اودوي هم ددغه مقصد لپاره دلته موجود دي
هغه وويل يوکال دمخه يې دافغانستان دخدمت لپاره دغه هيواد ته دنورو اضافي پوځيانو استولو امر کړى ؤ.
اوباما وويل دغه پوځيان اوس پخپل ځايې دي.
اوباما دامريکائي پوځيانو دخدمت مننه وکړه او وې ويل تاسو خپل هيواد(امريکا) خوندي کوئ، تاسو خپل مقصدونه ترلاسه کوئ او تاسو به ضرور پخپلودغو مقصدونو کې کاميابيږي.
صدر اوباما پخپله وينا کې دافغانستان نهه کلينه جگړه کې دائتلا في ځواکونو لخوا په ترسره کړو خدماتو دهغوي مننه ادا کړه.
هغه ائتلا في ځواکونو ته په هاغو قربانيو دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې چې دخپلو کورونوڅخهلرې په افغانستان کې يې ورکوي.
صدر اوباما دجمعې په شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلى ؤ خو دموسم دخرابتيا په وجه دامريکائي صدر او دهغه افغاني سيال حامد کرزي ترمينځ مخ په مخ ليدنه وځنډيده چې له دې وروستو دکابل سره نزدې په بگرام هوائي اډه کې نوموړي دصدر کرزي سره تيليفونې خبرې اترې وکړې.
دخپل دغه لنډ سفر په مهال صدراوباما په افغانستان کې دنيټو ځواکونو کمانډر امريکائي جنرال ډيوډ پيټرياس او په افغانستان کې دامريکې سفير کارل ايکن بير سره ليدنې کړي دي چې له دې وروستو امريکائي صدر په بگرام ائيربيس کې دننه روغتون کې دپينځوؤ ژوبل امريکائي پوځيانو پوښتنه وکړه.
صدر اوباما دافغانستان دغه دوره په داسې حال کې کړې ده چې سپينه ماڼۍ په راتلونکو څوورځو کې په افغانستان کې دروانې جگړې او ددغه جگړې لپاره دامريکائي تگلارې جاج اخستونکې ده.
دامريکائي چارواکو وينا ده دجائزې په مهال دافغان جگړې په هکله دگڼو مهمو پريکړو او په امريکائي تگلاره کې دمهمو بدلونونو احتمال دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG