لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما انتظاميه په افغان جگړه بيا د سره کتنه کوي


اوباما انتظاميه په افغان جگړه بيا د سره کتنه کوي
اوباما انتظاميه په افغان جگړه بيا د سره کتنه کوي

د اوباما انتظاميې لخوا دافغانستان په هکله د امريکايي تگلارې په اړه دزيارت په ورځ بيا دسره جاج اخستل کيږي او دسپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکتر وائي داوباما دجنگي پلان دغه نظرثاني به کومه د حيرانۍ خبره نۀ وي.
رابرټ گبز وائي يو کال دمخه صدر اوباما په افغانستان کې دياغيتوب چقولو لپاره دغه هيواد ته دنورو 30,000ؤ پوځيانو دليږدولو امر کړى ؤ او دکال 2011م دنيمائي څخه افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو بيرته خپل هيواد ته دستنولو عمل چټک کولو پلان لري.
ائتلا في ځواکونه غواړي دکال 2014م تر اخره پورې افغاني ځواکونو ته دافغانستان د امنيت چارې وسپاري.
هيله کيږي دزيارت په ورځ دافغان جگړې په هکله نظرثاني شوى راپور جاري کړل شي.
رابرټ گبز وائي هيله کيږي په دغه نظر ثانۍ کې په افغانستان کې دطالبانو او القاعده مشرانو په ضد دروانې جگړې پرمختيا او دپاکستان حکومت سره داړيکو دښه والي يادونه وشي.
دسپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکتر زياتوي په دغه نظرثانۍ کې به دهاغو چيلنجونو يادونه هم کولى شي چې دافغان جگړې په لاره کې اوس هم خنډان دي ، چې پکې دافغانستان لخوا دپوځي توان، په پاکستان کې دتندلارو موجوديت اوهغوئ له لوري د افغانستان امنيت تر گواښ لاندې راوستل شامل دي.
هغه وويل اوباما به دافغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دويستلود رفتار او پراختيا اعلان نۀ کوي بلکې ددغه هر څه تعين به په راتلونکو مياشتو کې کولى شي.
افغانستان ته دنورو امريکائي پوځيانو ليږدولو باوجود په جگړه کې نوره چټکتيا هم راغلې ده، د470ؤ امريکائي عسکرو په شمول په کال 2010م کې دافغانستان دننه ټول 680 نړيوال عسکر وژل شوي وؤ چې ددې سره سږنى کال دافغانستان دجگړې تر ټولو خونړى کال گرځيدلى دى.
په دغه موده کې په سلگونو افغان اولسي وگړي هم وژل شوي وؤ چې دهغوي څخه زياتره دطالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.
رابرټ گبز وويل صدر اوباما دنهې په ورځ دافغانستان د جنگي پلان په اړه دټاکل شوي کونسل د مشرانو سره د نظرثانۍ په مسوده د دوؤ ساعتو اوږدې خبرې کړي دي.
گبز وويل صدراوباما دبدلونونو امر کړى خو دغه بدلونونه ستر نۀ دي.
دغه نظرثاني په داسې حال کې کيږي چې اوباما انتظاميه دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکائي جمهوررئيس براک اوباما دځانگړي استازي رچرډ هولبروک دمرگ په ماتم کې اخته ده.
داوباما انتظاميې چې کله دپاکستان او افغانستان په اړه خپله نوې تگلاره جوړوله نو رچرډ هولبروک په هغې کې يو مهم کردار درلودو.
دامريکې دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن دنهې په ورځ په اسلام اباد کې منلې وه چې په پاکستان کې دتندلارو دپټيدو ځائيونه مهمه معامله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG