لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر اوباما : په افغان تگلاره کې به کوم بدلون نۀ کيږي


د امريکا صدر اوباما وئيلي دي دجنرال سټينلى مکرسټل دلاس پسر کيدو باوجود به په افغانستان کې دامريکا په تگلاره کې کوم بدلون نۀ راځي.

د زيارت په ورځ دروسي صدر دمتري مدويديف سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي اوباما وويل په افغانستان کې دمقصد ترلاسه کولو لپاره درايې په اتفاق ټينگار کوي.
هغه وويل هيله کوي جنرال پيټرياس افغانستان کې په امريکائي تگلاره پوهيږي ځکه چې نوموړي ددې په جوړولو کې مرسته کړې ده.
دشورو په ورځ صدر اوباما دجنرال سټينلى مکرسټل استعفي قبوله کړې وه او دهغه پځايې يې په افغانستان کې دامريکا دسينټرل کمانډ مشر جنرال ډيوډ پيټرياس گمارلى ؤ.
له دې وړاندې دزيارت په ورځ دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس وئيلي ؤ هغه دامريکائي صدر اوباما لخوا په افغانستان په کې دامريکائي سينټرل کمانډ دمشر ډيوډ پيټرياس دگمارنې بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړي وويل دهغه پام په افغانستان کې دامريکائي مشرتابۀ دگټې باوري کولو ته دى او هغه هيله کوي دپيټرياس په مشرۍ کې به دنيټو پوځونه خپل مقصدونه ترلاسه کړي.
ښاغلي گيټس دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن سره په گډه خبرې وکړې او ايډمرل مولن هم دصدر اوباما دپريکړې څخه ملاتړ وښودو.
ښاغلي مولن وويل افغانستان لپاره به په امريکائي مشن او تگلاره کې کوم بدلون نۀ کيږي.
افغانستان کې به دامريکائي پوځ مشرۍ لپاره دجنرال پيټرياس دگمارنې توثيق امريکائي سينيټ ته کول وي.
دسينيټ دارمډ فورسز کميټۍ مشر وئيلي دي دنهې دورځې پورې به دجنرال پيټرياس دتوثيق لپاره اوريدنه وشي.
دجنرال پيټرياس توثيق کيدو پورې به برطانوي ليفټننټ جنرال نک پارکر په افغانستان کې دنيټو پوځونو دمشرۍ مسؤليتونه ترسره کوي.
نوموړى وائي بين المللي پوځ دياغيتوب ختمولو او يو مضبوط ملي پوځ تربيه کولو ته خپل پام اړولى دى.

XS
SM
MD
LG