لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما د باسکټ بال د لوبې په مهال په شونډه زخمي شوى دى


صدر اوباما د باسکټ بال د لوبې په مهال په شونډه زخمي شوى دى
صدر اوباما د باسکټ بال د لوبې په مهال په شونډه زخمي شوى دى

د امريکې صدر براک اوباما په واشنگټن کې ديوې پوځي اډې دننه دجمعې په ورځ دباسکټ بال کولو په مهال ديو لوبغاړي په څنگل په خلۀ لگيدلى چې لۀ دغه امله دنوموړي شونډه شليدلې اؤدولس ټانکې ترې ختلې دي.

صدر اوباما چې دباسکټ بال يو ښۀ لوبغاړى دى اکثره وخت په سپينه ماڼۍ کې د سپينې ماڼۍ دعملې سره په باسکټ بال ځان مشغول ساتي.

دسپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز له مخې ښاغلي اوباما دخپلې کورنۍ او ملگرو سره دباسکټ بال کولو په وخت دمخالف لوبغاړي په څنگل په شونډه ولگيدواو هغه ته دسپينې ماڼۍ ددرملنې ډلې په شونډه کې 12 ټانکې ولگولې.

دښاغلي اوباما په شونډه کې چې کومې دولس ټانکې لگيدلي په وئيلو سره خو هغه ډيرې زياتې احساسيږي خو په حقيقت کې دغه ټانکې ډيرې وړې دي.

صدر اوباما دسپينې ماڼۍ څخه په واشنگټن کې دFort McNair په نوم پوځي اډې ته سره دخپلوملگرو اوکورنۍ ورغلو چې دغه ورځ دشکرانې دورځې څخه وروستو دزياترو امريکايانو لپاره درخصتۍ ورځ وه.

وائټ هاؤس وائي دغه پيښه دپنځوؤ لوبو په پنځمه لوبه کې رامينځته شوې .

هاغه تن چې دصدر څخه يې وينه بهيولې دRey Decerega په نوم يې دهغه پيژندگلو شوې چې دکانگريس ديوې ادارې لپاره کار کوي.
دباسکټ بال په مهال دصدر اوباما سره دهغه ورارۀ ايوري ربنسن، دتعليم وزير ارني ډنکن او دهغه شخصي مرستيال ريگي لوبو هم شامل وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG