لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما : بايد اوس مصر کې د اقتدار د بدلون عمل پيل شي


صدر اوباما : بايد اوس مصر کې د اقتدار د بدلون عمل پيل شي
صدر اوباما : بايد اوس مصر کې د اقتدار د بدلون عمل پيل شي

د امريکې صدر براک اوباما د مصر صدر حُسني مبارک ته يو ځل بيا وئيلي دي هغه دې د اقتدار دبدلون لپاره سم لاسي گامونه واخلي، خو نوموړي په صدر مبارک دا فشار نۀ دى راوړى چې گنې هغه دې دخپلې عهدې څخه اوس لرې شي.
په سپينه ماڼۍ کې دکينيډا وزيراعظم سره دليدنې وروستو په يو لنډ مطبوعاتي کانفرنس کې دوينا په مهال وويل نړۍ په مصر کې رامينځته کيدونکو پيښو باندې نظر ساتلى دى او بايد داړي گړي دغه شيبې په نوؤ موقعو کې بدلې کړل شي.
په مصر کې د پېل شوؤ مظاهرو څخه وروستو دا لمړى ځل ؤ چې صدر اوباما په دغه موضوع دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ووئيل.
امريکائي صدر وويل هغه په روانه اوونۍ کې دصدر حُسني مبارک سره دوه ځله ټيلي فوني خبرې اترې کړي دي.
بل لوري ته دقاهرې په التحريرسکوائر کې دصدر حُسني مبارک په ضد مظاهرو کې شامل زرگونه کسان اوس هم موجود دي او دغه خلک ددريوؤ لسيزو څخه په اقتدار کې دناست مصري صدر داستعفي غوښتنه کوي.
په مصر کې دروانو مظاهرو نن دولسمه ورځ ده او دخالي په سحر په التحرير سکوائر کې ډزې هم اوريدل شوي دي خو پکې چاته دمرگ ژوبلې اوښتو اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.
وزيراعظم احمد شفيق دجمعې په ورځ ژمنه کړې وه چې په التحرير سکوائر کې دراټولو شوؤ مظاهرينو په ضد به څه رقم کارروائي نۀ کيږي.
دجمعې په ورځ مظاهره کې دعرب ليگ مشر امر موسي هم گډون کړى ؤ او دغه ورځ دصدر حُسني مبارک لپاره دروانتيا دورځې په توگه ونمانځل شوه.
پوځ دصدر مبارک ملاتړ کوونکي دجمعې په ورځ التحرير سکوائر ته داخليدو څخه منعې کړي وؤ، خو هغوي دښار په بيلا بيلو سيمو کې دصدر په حق کې مظاهره وکړه او دغه ورځ يې دوفا دورځې په توگه ونمانځله.
دشورو په ورځ دصدر مبارک دمخالفينو او ملاتړ کوونکو ترمينځ نښتې هم شوې وې چې پکې گڼ شمير کسانوژل شوي او تر اتوؤ سوؤ پورې نور ژوبل شوي وؤ.
وزيراعظم احمد شفيق په دغو نښتو دقام څخه بخښنه غوښتې وه او ددغه پيښې دپلټنو امر يې کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG