لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدراوباما لخوا دوړوکي اختر په موقع دنيکو هيلو پيغام


د امريکا صدر براک اوباما دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دوړوکي اختر په مهال دنيکو هيلو پيغام ليږلى دى.
دزيارت په ورځ په يو بيان کې صدر اوباما سږ کال داختر په ورځ دمذهبي يووالي او روادارۍ دڅرگندولو په ارزښت ټينگار کړى دى.
دوړوکي اختر په اړه دبراک اوباما دپيغام په متن کې وئيل شوي اوس چې درمضان مياشت ختميږي، دهغه ميرمن مشيل او پخپله هغه دامريکا او دټولې نړۍ مسلمانانو ته دوړوکي اختر په موقع دښو هيلو پيغام ليږي.
پيغام کې زياته شوې دټولې نړۍ دمسلمانانو دپاره وړوکى اختر دروژو او عبادتونو دمقدسې مياشتې په اخره کې راځي.
براک اوباما وائي دا په هاغو قدرونو دغور او فکر کولو وخت دى چې دمسلمانانو او دنورو عقيدو دپيروکارو ترمينځ گډه بڼه لري.
هغه دغه گډ قدرونه صدقه، ورورولي، يو والى او خواخوږي ښودلي دي.
براک اوباما زياته کړې ده سږ کال هم اختردهاغه مذهبي روادارۍ په ارزښت دغور او فکر او ددې دمثبت کردار داعتراف کولو موقع مونږ ته په لاس کې راکوي چې په امريکائي ټولنه کې دمسلمانانو په گډون دټولو مسلکونو مذهبي ټولگيو ادا کړي دي.
امريکائي صدر پخپل دغه پيغام کې وئيلي دي داختر په موقع به په ټوله نړۍ کې دزياتو خلکو پام دپاکستان په اوسنو سيلابونو کې دځپل شوؤ خلکو لوري ته گرځيږي
هغه دا هم وئيلي دي چې په پاکستان کې دراغلو سيلابونو له امله په دروند کچ دشوي زيان ،دبيارغونې او بحالۍ په هڅو کې دبرخې اخستلو دپاره امريکائي اولس دپاکستان دپنگو په صندوق www.state.gov کې خپلې چندې ورکولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG