لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : قذافي د مشرۍ حق بائيللى او بايد اوس اقتدار پريږدي


د ميکسيکو صدر فلپ کالډرون سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي د ليبيا صدر معمرقذافي دمشرۍ حق بائيللى او بايد اوس اقتدار پريږدي
د ميکسيکو صدر فلپ کالډرون سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي د ليبيا صدر معمرقذافي دمشرۍ حق بائيللى او بايد اوس اقتدار پريږدي

د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي د ليبيا صدر معمرقذافي د مشرۍ حق بائيللى او بايد اوس اقتدار پريږدي.
صدر اوباما دغه خبره دزيارت په ورځ سپينه ماڼۍ کې دميکسيکو صدر فلپ کالډرون سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وکړه.
اوباما وويل امريکائي ايجنسيو ته يې امر کړى چې دليبيا په ضد دهررقم گامونو دامکاناتو جاج واخلي.
هغه دا هم وويل چې دسيمې څخه دځپلو خلکو دراويستو لپاره دپوځي الوتکو داستعمالولو اجازه ورکړل شوې ده.
صدر کالډرون ليبيا کې په اولسي وگړو دتشدد سخته غندنه وکړه.
هغه وويل دا سمه نۀ ده چې وينه دې هم توې کړل شي او ظلم کوونکو ته دې سزا هم ورنۀ کړل شي.
په عين حال کې نړيوالې ادارې دليبيا دکړکيچ په حقله په تندۍ سره گامونه اخلي.
دانصاف دنړيوالې محکمې داستغاثې وکيل لوئي مورينو اکمپو دقذافي، دهغه دمرکزي مشيرانو او دځينو زامنو په ضد دپلټنو اعلان کړى دى.
هغه دزيارت په ورځ وويل دحکومت مخالفو مظاهرو په مهال دمظاهرينو په ضد دتشدد څخه دډکې کارروايۍ په کولو به هغه دليبيا په ضد دبشر ضد جرمونو دتورونو پلټنه کوي.
داروپائي اتحاديې دتگلارې مشر کيتهرين ايشټن دزيارت په ورځ وئيلي دلسم مارچ څخه به دبلاک خارجه وزيران دليبيا په حقله شروع کيدونکو غونډو کې دبرخې اخستو لپاره برسلز ته رسيږي.
دنيټو مشر اينډرس فوگ راسمون وئيلي دي ائتلاف په ليبيا کې دمداخلې هيڅ اراده نۀ لري خو دهررقم نتيجو دبدو اغيزو څخه دځان ژغورنې لپاره منصوبه بندي کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG