لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

براک اوبامه په ایران غږ کړې چې خپله تگ لاره دې بدله کړې


د ملگرو ملتونو امنیتي شوری' یا سیکیورټي کاؤنسل د ایران خلاف د بندیزونوی قرارداد منظور کړې.د قرارداد ترمخه د هاغ بینکونو خلاف به گامونه پورته کیږي کوم چې د ایران د مزائیلو یا ایټمي پروگرام سره تړلي دي.

د امریکې صدر باراک اوبامه ویلې دې چې د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سیکیورټې کاؤنسل کې د ایران خلاف د بندیزونو منظوریدل ښائې ایران د ایټمې وسلو مخنیوي په لړ کې د نړي والې معاهدې نیوکلئیرنان پرولیفریشن ټریټي یا این پې ټې د لاندې خپلې ‏ذمه وارۍ او فرائض نه دې پوره کړې.
هغه د ایران د یوشمیر گامونو ذکر ووکړوچې د هغه د قوله ایران د نړې والې ټولنې د غوښتنو په ضد کې اخستې دي، لکه د یورینیم تر ٢٠ فیصده پورې صفا کول، یو ایټمي مرکز د نړي والې څارنې نه خفیه ساتل او د زرگونو په شمیره کې د یورینیم صفا کولو الې یا سنټرې فیوجز جوړول.
هغه زیاته کړه چې ایران د ملگرو ملتونو د ایټمي ادارې یا ائې ای ايي ای شرائط هم نه دې پوره کړې.
براک اوبامه وویل چې ایران دې باید په دې خبر وي چې حقیقي امنیت د ایټمي وسلوپه لټون کې نه دی بلکه حقیقي تحفظ د نړي والو قوانینو په منلو اود زړه نه د امن په خواهش کولو کې دی.
ترکې او برازیل په سیکیورټې کاؤنسل کې د ایران خلاف د نوي بندیزونو دقرارداد خلاف ووټونه واچول. لبنان په ووټونو کې برخه وا نه خسته. د چین او روس ملاتړ ترلاسه کولو د پاره په قرارداد کې څه رعایتونو هم شامل کړی شوې دي نو ځکه قراداد هاغه هومره سخت نه دی څومره سخت چې امریکې غوښتلو.
د قرارداد ترمخه د هاغ بینکونو خلاف به گامونه پورته کیږي کوم چې د ایران د مزائیلو یا ایټمي پروگرام سره تړلي دي. قرارداد کې د ٣٠ ؤ نه زیاتوکمپنو او تنانو نومونه هم شامل دي چې د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو سره تعلق لري.قرارداد کې په ایران د وسلو پابندې برقراره ساتلې شوې ده او په ۴٠ تنانو د سفر پانیدۍ لگول شوې دي او ددوي اساسې منجمد کړی شوې دي.
ایران نوي پابندۍ رد کړې دي. د ایران صدر محمود احمدي نژاد ویلې د سیکیورټي کاؤنسل قرارداد خځلې ټوکرۍ ته د غورځولو جوگه دی او لکه د استعمال شوې رومال دې د غځلې ټوکرۍ ته ووغوځولی شي.
باراک اوبامه وویل چې نوي بندیزونه د ایران وولس خلاف نه دې لگول شوې او د ایران د ایټمي پروگرام سره تړلې کشالې د حل د پاره د خبرو اترو دروازې نه دې بندې کړی شوې.
باراک اوبامه وویل چې غواړې او امید کوي چې د ایران حکومت به د خپل وولس په گټه غوره انتخاب ووکړي، د این پې ټې معاهده په عملي کړې او دارنگ به نه یواځې د ایران پرمختگ یقیني کړې بلکه خپل د ایران او د نړۍ امنیت به هم یقیني کړی شي.
د امریکې په گډون یو شمیر نړي وال قوتونه گڼې چې ایران ایټمي وسلې جوړول غواړي خو ایران وائې د ایټمې پروگرام هدف يي توانائې پیدا کول دي.
د امریکې د واک من ډیمکریټک گوند غړو ایران خلاف د قراداد منظوریدل دصدر باراک اوبامه د حکومت گټه گرځولې ده. خو د اختلاف ریپبلیکن گوند ډلې غړې وائې قرارداد د کمزورو او د خامیو نه ډک دی او د ایټمې وسلو ترلاسه په لړ کې به د ایران مخه وو نه نیولی شي.

XS
SM
MD
LG