لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما په پادري د قران نۀ سوځولو غږ کړى دى


صدر اوباما په پادري د قران نۀ سوځولو غږ کړى دى
صدر اوباما په پادري د قران نۀ سوځولو غږ کړى دى

د امريکا صدر براک اوباما دفلوريډا رياست ديو وړوکي کليسا په پادري ټيري جونز ټينگارکړى دى چې دهاغو خلکو غږ واوري څوک چې هغه ته په روانه اوونۍ کې دقران دسوځولو داحتجاجي پلان دختمولو غږ کوي.
براک اوباما وائي دغه منصوبه په پاکستان او افغانستان کې داړي گړي څخه دډکو پيښو سبب جوړيدى شي.
د زيارت په ورځ خپره شوې داى بي سي گوډمارننگ امريکا سره په يوه مرکه کې صدر براک اوباما وويل هغه هيله لري دفلوريډا رياست دکليسا پادري ټيري جونز به دهاغو خلکو غږ واوري چې هغه څخه يې دخپل پلان دختمولو غوښتنه کړې ده.
صدر اوباما دکليسا دغه گام دخلکو دپام گرځولو يو عمل وبللو.
دصدر اوباما وينا وه هغه هيله کوي ( دفلوريډا درياست دکليسا پادري) په دي پوهيږي چې نوموړى دڅه کولو اراده لري ديو امريکائي په حيثيت دغه څه د هغوي داقدارو سره سمون نۀ خوري ځکه چې دا هيواد دازادۍ او دمذهبي زغم په خيال جوړ شوى دى.
دامريکائي صدر وينا ده هغه هيله لري چې ټيري جونز به دپام ترلاسه کولو ددغه مداريتوب څخه ډډه وکړي ځکه چې ددې له امله هغوي دپوځيانو ژوند ته خطرې پيښيدى شي.
داوباما وينا وه دقران سوځولو سره به القاعده ته دداسې خلکو پخپلو ليکو کې دجذب کولو نورې موقعې په لاس ورشي چې هغوي به په امريکا او اروپائي ښارونو کې ځانمرگي بريدونو دپاره تيار وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG