لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د باراک اوبامه د حکومت د امنیت نوي تگ لاره


د صدر باراک اوبامه حکومت د قامي سلامتۍ نوي تگ لاره اعلان کړې چې ترمخه به يي نورو هیوادونو سره سفارتي همکاري زیاتول کیږي. د نوي پالیسۍ ترمخه، امریکا به عسکري قوت د اخري حربې به توگه کاروي

د امریکې صدر باراک اوبامه حکومت د قامي تحفظ د پاره نوي تگ لارې اعلان کړې ده چې پکښې په نړي واله کچه سفارتي همکاري زیاتولو باندې زور اچولې شوی دی او ویل شوې دي چې پوځي طاقت به د اخري حربې په توگه استعمالیږي.
د ٥٢ پاڼو دستاویز د زیارت په ورځ جاري کړی شوی دی چې پکښې صدر باراک اوبامه ویلې عسکري قوت به استعمالیږي خو د حد نه زیات به نه غځول کیږي.
د قامي سلامتیه په پراخه کچه د جاج اخستلو په تناظر کې، براک اوبامه د هیواد اقتصادي وضعه بهتر کولو باندې زور واچولو او وې ویل چې د امریکې طاقت په ځائې ساتلو د پاره معاشي پرمختگ ډیر اهمیت لري.
د زیارت په ورځ اعلان کړی شوي، دا د براک اوبامه د حکومت وړمبۍ د قامي سلامتیه تگ لاره ده. د امریکې گانگرس د هر صدر نه تقاضه کوي چې خپله د قامي سلامتیه تگ لاره وولري. ددنه وړاندې پخواني صدر جارج بش په کال ٢٠٠٦ کې د خپل حکومت قامي تحفظ تگ لاره اعلان کړې وه.
د زیارت په ورځ یوه وینا کې، د امریکې خارجه وزیرې هیلري کلنټن ویلې نوي ټیکنالوجۍ او په یو بل اقتصادي انحصار نړي د یوبل سره ډیره نزدې کړې ده. هغې وویل چې د قامي سلامتیه د امریکې نوي تگ لارې په نړۍ کې هم دغه بدلونونه په نظرکې اخستې او نړۍ ته په ډیر جامع انداز کې کتنه کوي.

XS
SM
MD
LG