لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : په پاکستان کې پټ دالقاعده مشران د سخت فشار لاندې دي


اوباما : په پاکستان کې پټ دالقاعده مشران د سخت فشار لاندې دي
اوباما : په پاکستان کې پټ دالقاعده مشران د سخت فشار لاندې دي

د امريکې صدر براک اوباما ویلي په پاکستان کې پټ دالقاعده مشران دکال 2001ء څخه دسخت فشار لاندې دي او دهغوي مشران او جنگيالي مري او د دغه ډلې په خوندي ځالو کې هم کمى راځي. امريکائي صدر پخپل سټيټ اف دي يونين وينا کې په افغانستان کې د ميشتو امريکائي پوځيانو او وگړو د کار دستائينې کولو په ترڅ کې وويل د هغوي دهلو ځلو له امله نن دوړاندې څخه په کم شمير کې افغان وگړي دتندلاريتوب په گرفت کې دي، خو هغه وويل چې راتلونکى وخت به سخت وي.
نوموړي دملي هدفونو دخلاصې وړاندې کولو په ترڅ کې په جدت، څيړنه، پرمختيا او د اساسي ځاندرې څانگو کې د حکومتي سرمايه کارۍ په دوامداره ساتلو ټينگار کړى دى.
داقتصادي وضعيت دجائزې وړاندې کولو په ترڅ کې وويل امريکا دپرمختيا په لاره روانه ده خو ورته به په راتلونکي کې دخپلې مشر ولۍ دحيثيت او مسابقت برقراره ساتلو لپاره نور کارهم کول وي.
دتيروخت روس او امريکا دخلا ئي پروگرامونو دمقابلې دجاج اخستو سره صدر اوباما وويل په خلا کې دامريکائي سبقت يواځينۍ وجه څيړنه او په تعليم کې سرمايه کاري وه چې ورسره نۀ يواځې نوي صنعتونه پيدا شول بلکې لکونو خلکو ته ورسره دروزگار موقعې هم ترلاسه شوې.
دروغتيا په حقله داصلاحاتو ديادونې په مهال صدر اوباما وويل هغه په دې اړه قانون کې دښۀ والي لپاره دوړانديزونو هرکلى کوي خو دداسې جزئياتو منسوخولو په حق کې نۀ دى چې په ذريعه يې دانشونس په نظام کې ښۀ والى راغلى دى.
دبهرنيو چارو په موضوع دبحث په مهال هغه وويل امريکا په عراق کې خپلې ارادې ته درناوى لرلى دى او دغلته دسلامتۍ وضعيت او نوي حکومت جوړيدو څخه وروستو جنگ ته دپايې ټکى ايښودل کيږي.
هغه وويل امريکا دالقاعده په ضد جگړه دوامداره ساتلې ده او واضحه کړې يې ده چې دغه ترهه گريزې ډلې ته به ماتې ورکوي.
صدر وويل دتيرو څو لسيزو په مهال گڼ بدلونونه رامينځته شول ، په امريکا کې سټور او فيکټرۍ بندې شوې، ملازمين يا خو بې روزگاره شول يا يې په تنخا کې کمى راغلى او په کاروباري څانگه کې چين او هند دامريکا په مقابله کې راغلل.
دري پبلکن گوند ددريځ وړاندې کولو سره داستازو دايوان غړي پال رائن په سرکاري خرڅونو او اوباما انتظاميې په حجم کې دکمي او دملي قرضې دمعاملې په مقابله ټينگار وکړو.
رائن چې دامريکا داستازو دايوان دبجټ دکميټۍ نوى مشر دى وويل داوباما انتظاميې لخوا دضرورت څخه دزياتو مالي وسيلو خرڅ کولو له امله په قرضو کې اضافه کيږي.
هغه دروغتيا په اړه په اصلاحاتي قانون هم سختې نيوکې وکړې او وې ويل ددې له امله نۀ يواځې په انشورنس راتلونکو خرچو کې اضافه شوې ده بلکې دروزگار دنوؤ موقعو پيدا کيدو هڅې هم اغيزمنې شوي دي.
دري پبلکن گوند سره منسلک داستازو دايوان غړو تيره اوونۍ دروغتيا دقانون دمنسوخولو په حق کې ووټ ورکړى ؤ.
صدر اوباما پخپل سټيټ اف دي يونين وينا کې ري پبلکن مشرانو او قانون جوړونکو ته دخپل مينځي مرستې دبلنې ورکولو په ترڅ کې وويل امريکا ته پيښ چيلنجونه دسياست او سياسي گوندونو څخه زيات اهم دي، مونږ په شريکه په وړاندې تللى شو يا بيخي نۀ شو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG