لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما : مصر کې دبدلون اغازپه پرامنه او په سم لاسي توگه پېل شي


صدر اوباما : مصر کې دبدلون اغازپه پرامنه او په سم لاسي توگه پېل شي
صدر اوباما : مصر کې دبدلون اغازپه پرامنه او په سم لاسي توگه پېل شي

د امريکې صدر براک اوباما دمصر صدر حسني مبارک ته وئيلي دي چې دعربي نړۍ تر ټولو ستر هيواد کې دې داستازي حکومت په لوري دبدلون باقاعده اغازپه پرامنه او په سم لاسي توگه وشي.
دنهې په ماښام په ټيلي ويژن خپله وينا کې صدر اوباما وويل ددغه بدلون په ذريعه مصر کې دازادانه او منصفانه ټولټاکنو په لوري پرمختگ پکار دى.
صدر اوباما وويل په ټيلي ويژن دصدر مبارک دريکارډ شوې وينا نشر کيدو څخه وروستو هغه مبارک سره په ټيلي فون تر نيمې گينټې پورې خبرې کړي دي.
هغه وويل دواړه خواوې دې دتشدد څخه ځان وساتي او امريکا دمصري اولس دحقونو، رايې دڅرگندونې او جمهوري حقونو ملاتړ کوي.
صدر اوباما مصري صدر حسني مبارک سره دخپلو ټيلي فوني خبرو يادونه وکړه اوې ويل چې مبارک پوهيږي چې اوس حالات دپخوا پشان نۀ شي ساتل کيدى.
صدر اوباما وويل په موجوده وضعيت کې به امريکا دمصر په لوري دخپلې حصه دارۍ او دوستۍ لاسونه ورغځوي.
صدر زياته کړه مونږ مصري اولس ته دمرستې ورکولو لپاره تيار يو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG