لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما : د ممکنه ترهگريزې خطرې پلټنه کيږي


صدر اوباما وويل دواړه پيکجکونه چې دهيواد څخه بهر په قبضه کې اخستل شوي وؤ ديمن څخه راغلي وؤ او دغه مواد دشکاگو يهودي عبادت خانو لپاره ليږل کيدل.
صدر اوباما وويل دواړه پيکجکونه چې دهيواد څخه بهر په قبضه کې اخستل شوي وؤ ديمن څخه راغلي وؤ او دغه مواد دشکاگو يهودي عبادت خانو لپاره ليږل کيدل.

د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي امريکا ته راتلونکو مال وړونکو جهازونو کې دشکمنو غوټه شوؤ موادو يا پيکجز برامد کولو سره عسکرو د امريکا په ضد دترهگرۍ ديوې باور وړ خطرې پته لگولې ده.
عهديداران گمان کوي چې ددغه غوټه شوؤ موادو تعلق په يمن کې دموجود القاعده ديوې څانگې سره دى.
دجمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې دوينا په مهال صدر اوباما وويل دواړه پيکجکونه چې دهيواد څخه بهر په قبضه کې اخستل شوي وؤ ديمن څخه راغلي وؤ او دغه مواد دشکاگو يهودي عبادت خانو لپاره ليږل کيدل.
هغه وويل دامريکې حکومت به ديمن سره دخپلو مرستو پياوړي کولو لپاره گامونه دوامداره ساتي چې دغه شان په دغه هيواد کې دالقاعده څانگه اوجزيرائي عرب کې القاعده له مينځه يوسي.
هغه دا هم وويل چې دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه چارواکي دامريکايانو حفاظت باوري کولو لپاره هرشان ضروري گامونه اخلي.
له دې وړاندې دجمعې په ورځ امريکا ته راتلونکو مال وړونکو جهازونو څخه دشکمنو پيکجکونو ترلاسه کيدو وروستو امريکائي ، برطانوي او دمينځني ختيز چارواکو په هوائي اډو او فضائي کارگو ودانيو امنيتي تدابير سخت کړي وؤ.
تر غرمې پورې امريکائي پوځي جيټ الوتکو دمتحده عرب اماراتو څخه دنيويارک جان ايف کينيډي بين المللي هوائي اډې پورې دمسافرو ديو جهاز څارنه وکړه، خو زياتره لټه دکارگو دالوتکو وکړل شوه.
دصدر اوباما وياند رابرټ گبز وئيلي دي دغه لټه دزيارت په ورځ دهاغه وخت څخه روانه وه چې داستخباراتي او قانون نافذ کوونکو ادارو چارواکو امريکا ته دراتلونکو يو پي ايس دوؤ الوتکو کې په ممکنه توگه شکمن غوټه شوي مواد ترلاسه کړل.
دغه شکمن غوټه شوي مواد ديمن څخه ليږل شوي وؤ او په برطانيه او دوبۍ کې يې پته لگيدلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG