لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما : القاعده اسلامي اقدارو ته زیان رسوي


په نيويارک کې دامريکا په پوځي اکيډيمۍ، ويسټ پوائنټ کې کيډټانو ته دوينا په مهال صدر اوباما وويل القاعده اسلامي اقدارو ته زيان رسوي.

په نيويارک کې دامريکا په پوځي اکيډيمۍ، ويسټ پوائنټ کې کيډټانو ته دوينا په مهال صدر اوباما وويل القاعده اسلامي اقدارو ته زيان رسوي.
دهغه وينا وه په وړو خلکو مشتمله دغه ډله نۀ خو دکوم مذهب استازيتوب کوي او نۀ هم دکوم قام بلکې ترهگر خلک ويرول غواړي.
صدر اوباما وويل تندلاري خواهش لري چې دامريکا او اسلام ترمينځ جگړه وشي خو مسلمانان چې پکې امريکائي پوځ کې خدمات ترسره کوي دامريکا دملي ژوند برخه ده.
ښاغلي په افغانستان کې دتندلارو په ضد روانه جگړه کې کاميابۍ لپاره دامريکائي پوځ په صلاحيتونو دباور څرگندونه وکړه خو په راتلونکي وخت کې يې د سختې جگړې خبردارى ورکړو.
اوباما وويل په افغانستان کې مونږ خپلې هلې ځلې ځکه ترسره کوؤ چې القاعده دامريکا په ضد پرله پسې سازشونه کوي.
هغه وويل دامريکا داولسي ادارو او پوځي نظام په جوړولو کې دافغانانو مرسته کوي ترڅو هغوي طالبانو او نورو ترهگرو سره په ښه شان جگړه وکړل شي.
اوباما وويل مونږ ته به اوس دا کتل وي چې افغانستان اوسزمونږ دعمومي دښمنانو ښکار کيږي نۀ، راتلونکې ورځې به سختې وي خو مونږ ته به ددغسې وضعيت عادي جوړيدل پکاروي.
هغه وويل باور کوي په افغانستان کې به دافغان او نړيوالو حصه دارو سره په گډه کاميابي مومي.
هغه وويل دنړۍ دمعاملو فيصله کولو مسؤليت يواځې دامريکا په اوږو نۀ دى بلکې دکاميابۍ لپاره به نړيواله مرسته پراخه کول وي.

XS
SM
MD
LG