لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدر اوباما او زرداري ترمينځ لنډه ليدنه


امريکائي صدر براک اوباما دخپل پاکستاني سيال اصف علي زرداري سره پخپله لنډه ليدنه کې په پاکستان ټينگار کړى دى چې دستونزو په هواري کې رغنده برخه واخلي.

په شکاگو کې دنيټو دسرمشريزې غونډې په پايې کې پخپل مطبوعاتي کانفرنس کې ديوې پوښتنې په ځواب کې صدر اوباما وويل دگل په سحر صدر اصف علي زرداري سره دهغه لنډې خبرې هاغه مهال وشوې کله چې هغوي دنيټو غونډه کې دگډون لپاره روان وؤ.

دواړو صدرانو چې په روانه ، روانه کې کومې خبرې کړي په هغې کې صدر اوباما صدر زرداري ته وويل چې يو مضبوط، باثباته او جمهوري پاکستان دامريکا په گټه دى.

صدراوباما دا هم وويل پاکستاني صدر ورته باور ورکړى چې دټولو معاملو هوارى لټول کيدى شي.

ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دنيټو دسپلايۍ په بحالۍ هغه صدر زرداري سره کومه خبره نۀ ده کړې.

هغه وويل شکاگو ته دراتللو څخه وړاندې ورته معلومه وه چې دغه معامله دلته نۀ شي هواريدلى.

صدر اوباما ومنله چې نيټو، ايساف او امريکا سره دپاکستان اړيکې تاؤژنې دي خو زياته يې کړه چې دټولو ستونزو دهواري لپاره کار روان دى.

صدرزرداري دامريکا په شکاگو ښار کې دنيټو دوه ورځنۍ سرمشريزې غونډې ته وئيلي دي پاکستان کې دکابينې دفاعي کميټۍ ټاکلې ده چې اړونده چارواکو ته بايد وويل شي چې هغوئ به دنيټو د زمکنو لارو دبحالۍ په اړه کيدونکې خبرې انجام ته رسوي.

دنيټو دغونډې په پايې کې دجاري شوې اعلاميې ترمخه کال 2014م کې به افغانستان څخه دنيټو جنگي پوځيان اوځي خو سيمه ييزو ځواکونو ته تربيت ورکوونکي پوځيان به ايسار وي.

اعلاميه کې په دې خبره ټينگار شوى چې افغانستان کې دامنيتي چارو دسپارلو عمل دواپسۍ جوگه نۀ دى او2014م کې دپلان ترمخه افغانستان څخه د يو لک او ديرش زره ائتلافي ځواکونو دوتلو وروستو به دغلته غيرجنگي مشن دوامداره وي.

دنيټو سرمشريزه غونډه کې دپنځوسو هيوادونو مشران او استازي شامل وؤ او دغه غونډه په نورو نړيوالو چارو دخبرو ترڅنگ افغانستان څخه دنيټو ځواکونو وتلو ته دغوڅ شکل ورکولو او دافغانستان امنيتي ځواکونو لپاره دکليز څلور اربو ډالرو دپيسو دورکړې باوري کولو لپاره راغوښتل شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG