لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اکتوبر په میاشت کې 29 پولیس، اېف سي او د پاکستاني پوځ عسکر وژل شوي


د میډيا رپورټونه ترمخه روانه د اکتوبر میاشت د پاکستاني امنیتي سرتيرو لپاره په روان کال کې تر ټوله خونړۍ میاشت ګرځېدلې ده. په دې میاشت کې شاوخوا 29 پاکستاني عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي هم دي. د پاکستان حکومتي چارواکو دا بریدونه غندلي دي.

د شمېرو ترمخه په دې مياشت کې 24 پاکستاني سرتیري چې پکې 15 د پوځ او اېف سي ځواک سرتيري او 8 پولیس سرتیري هم شامل دي په بېلابيلو پېښو کې په هدف کړی شوي دي، د وژنو دا پېښې د خېبر پختونخوا په وزیرستان، بنو، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، کرمه او باجوړ ضلعو کې ترسره شوي دي.

د دغو بریدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو او داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې، او د پاکستان پوځ هم وار په وار دا بریدونه د "دښمن عناصرو" او "دښمن استخباراتي ادارو" کار بللی دی.

په پاکستاني ځواکونو د برید د تازه پېښې چې د 26 او 27 اکتوبر په مینځنۍ شپه کې شوې، په اړه د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې کرمې په پوله د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګر بريد شوی، د پاکستاني اېف سي ځواک دوه سرتیري پکې وژل شوي دي.

دا په تیره یوه ورځ کې په امنیتي سرتیرو دریم برید وو چې پکې اته پولیس او دوه عسکر وژل شوي دي.

له دې وړاندې تیره ورځ په لکي مروت کې د وسله والو په برید کې څلور پولیس سرتیری او بیا د پنجاب لاهور ښار کې د لاقانونه ګرځول شوې تحریک لبیک سره د نښتو په نتیجه کې څلور پولیس سرتیري وژل شوي وو.

په پاکستاني ځواکونو دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 15 اګست طالبانو افغانستان نیولی دی.

څېړونکي په پاکستاني ځواکونو د بريدونو د زیاتوالي علت دافغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي. او په حکومت تور پورې کوي چې د ترهګرۍ د مخې نیولو په ځای په افغانستان کې د طالبانو خواخوږی لیدل کیږي.

د څيړونکو په نظر طالبان که د پولې پورې غاړې تته دي او که دې غاړې پاکستان لوري ته، د يو بل سره نزدې اړیکې لري.

په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو څیړنیز مرکز مشر منصور مسید وایي په تیرو دوه میاشتو کې د تیرو نورو میاشتو په پرتله د ناامنۍ پیښې په څو چنده سېوا شوي دي.

هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته یوازې په قبايلي سيمو کې د بدامنۍ پېښې کېدې خو اوس د نا امنۍ دا لړې بندوبستي سیمو ته غځېدلې چې پکې په یو ورځ کې د لسو پورې کسان وژل کیږي او دا د ضرب عضب عملیاتو ورسته تر ټولو زیاته شمیره ده.

هغه ویل په بلوچستان صوبه کې پاکستاني طالبانو او د داعش وسله والو سره بلوچ بېلتون غوښتونکي تنظیمونه هم فعال دی خو په خیبر پختونخوا کې پاکستاني طالبان او داعش هم لیدل کیږي.

مسيد زیاته کړه دا اوسنۍ نا امني د افغانستان د حالاتو سره تړاو لري چرته چې پاکستاني ریاستي حکومتي مامورین زیات د طالبانو پلوي لیدل کیږي.

د پیښور پوهنتون د څيړنيزو مطالعو د څانګې پخوانی پروفیسر او د سیاسي چارو کاپوهه ډاکټر سرفراز وایي دا یو تاریخ دی کله هم چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی دلته په خېبرپښتونخوا کې هم (نان سټیټ ایکټرز) يا هغه قوتونه يا تنظيمونه چې وسله وال فعاليتونه لري فعاليتونه یې زيات شوي دي.

هغه وویل په ریاستي کچه د وسله والو پرضد نرمي او افغانستان کې خواخوږي لیدل کیږي.

نوموړي زیاته کړه په حکومتي کچه ناامنۍ ته کم پام ګرځول شوی او پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسلیمولو لپاره په نړیواله کچه کوششونه تیز کړي دي هم دا وجه ده چې دغلته بد امني سېوا شوې ده.

ډاکټر سرفراز وویل، په پاکستان کې د دې تندروه تنظیمونو نه په سیاسي حکومت د فشار اچولو کار اخستل کیږي او کوم تنظیمونه چې لاقانونه ګرځول شوي، هغه که پاکستاني طالبان دي او تحریک لبیک د هغو سره خبرې کول د جمهوریت په ضد او خپلواکۍ او د بشري حقونو سرغړونه ده.

په پاکستان کې د بدامنۍ پېښې وروسته له هغې چټکې شوي چې امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو د روان کال د مې د مياشتې څخه د افغانستان نه د وتلو اعلان کړی او بيا طالبانو د افغان حکومتي ځواکونو پرضد بريدونه سېوا کړي او په نتیجه کې يې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی وو.

په وروستيو کې په 21 اکتوبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د استخباراتي ادارې د مشر جنرل فېض حمید او لوړ پوړو چارواکوسره د کابل سفر کړی او په بيرته ستنېدو يې مطبوعاتو سره په خبرو کې د طالبانو مشرانو سره د ليدو حال شريک کړی وو.

هغه ويلي وو، په ليدنو کې يې د طالبانو د حکومتي مشرانو سره د ټي ټي پي او بي اېل اې په اړه اندېښنې شريکې کړی شوي، او "هغو (طالبانو) ورته ويلي چې د هغو په موجودګۍ کې پاکستان له دا وهم نه دی پکار، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد وکاريږي، هغه که ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) وي، او که بي اېل اې (بلوچ لبرېشن ارمي) وي".

په پاکستان کې په وروستيو کې د ټي ټي پي د بريدونو د سېوا کېدو پوښتنې ته په ځواب کې قرېشي ويلي وو، "د تحریک طالبان چې د حکومت پرضد کوم اقدامات دي او پاکستان محسوس کړې ده چې د هغو بريدونه سېوا شوي دي، دغه مسله يې د طالب مشرانو سره شريکه کړې ده، په دغه خبره طالبانو پاکستان ته باور ورکړی دی چې په دغه اړوند به په نزدې راتلونکې کې پرمختګ هم وشي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG