لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

او آی سي وايي ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو دی


د اسلامي هېوادونو کانفرانس یا او آی سي پدې خبرې ټینګار وکړ چې ختیځ بیت المقدس د فلسطینانو دی او په نړیوالو یې غږ کړی چې د فلسطین او اسرایلو شخړه دې د دوه خپلواکو هېوادونو په توګه حل کړي.

دغه خبره د اسلامي هېوادونو په هغه کانفرانس کې وشوه چې د ترکیې په استانبول ښار کې رابلل شوی وه.

ددې کانفرانس مشري د ترکي د ولسمشر طیب اردغان کوله.

له غونډې وروسته خپره شوې اعلامیه کې د ډانلډ ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه منل په سختو ټکو وغندل.

په اعلامیه کې یوځل بیا اسلامي هېوادونو د فلسطینیانو د حقونو په کلکه ملاتړ شوی.

دوي وویل فلسطینیان حق لري چې د ۱۹۶۷ کال د جون په څلورمې نیټې ټاکل شوې پولې پر بنسټ یو خپلواک حکومت ولري چې ختیځ بیت المقدس به یې پلازمېنه وي.
د اسلامي هېوادونو مشرانو وویل چې بیت المقدس ته د مسلمانان او عیسویان دواړو لپاره ارزښت لري، ځکه د مسلمانانو لمړنۍ قبله ده او حضرت محمد (ص) له همدې ځایه معراج ته تللی او له بلې خوا حضرت عیسي (علیه سلام) پکې هم زېږېدلی.

د اسلامي هېوادونو مشرانو دا هم وویل چې دوی به د هر هغه ګام کلک مخالفت وکړي چې له امله یې د بیت المقدس تاریخي، حقوقي، مذهبي او سیاسي حیثیت ته پرې ضرر ورسېږي.

د اسلامي هېوادونو د مشرانو دغه غونډه وروسته له هاغې د ترکیې د ولسمشر په بلنه راوبلله کله چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه اړخیزه توګه بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه وپیژانده.

د اسلامي نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د ټرمپ ددغه کار په غبرګون کې لاریونونه وشول او فسلطینیانو وویل چې ټرمپ پدې کار سره د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې له بهیر څخه وویسته.

ټرمپ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې ده چې څومره ژر کیږي اسرایلو ته د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړي.

د ټرمپ لخوا د بیت المقدس په اړه تر اعلان مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده او باید داسې وه نشي.

سعودي عربستان د ټرمپ ددغه پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړېده او ښاغلي اردغان په سعودي عربستان باندې دا نیوکه هم وکړه چې ولې د بیت المقدس په مسله کې چپه خوله پاتې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG