اشفاق مومند
کله چې یونس خان په کال 2005م کې د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان (مشر) جوړ شو نو ددغی اعلان څوورځی ورستو د ویسټ انډیزد کرکټ ډله د پاکستان په سفر راتله او هم پدغه ورځو کې د یونس خان پلار په حق رسیدلی وو. په څلویښتۍ ېی کور ته د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي دُعا ته ورغلي وو.
هم پدغه ورځو کې می د یونس خان سره په ټیلی فون خبره اوشوه ورته می د یو شخصي ټیلی ویژن لپاره د یوی ورځی پروګرام کول غوښتنه اوکړه او هغه رضا شو او د دغه مقصد لپاره بله ورځ د یونس خان کور ته اورسیدم . د مردان په شیخ ملتون سیمه کې د دوی په هجره کې دده د ورونړو شریف خان او سعید خان سره کښیناستواو څه وخت پس یونس خان هم د کوره راوتو. د پښتنو د دستور سره سم د پخیر راغلي ورستو مو د ده د پلار په مړینه لاس پورته کړه او دُعا مو اوکړه.
د پلار د مرګ د خبرو نه د پام اړولو لپاره می یونس خان نه پوښتنه اوکړه: ښه نو یونس خان دا دی؟ په ټیلی فون می درسره ډیري خبرې شوي وې او په میدان می هم لیدلی وی خو په مخامخ ناسته درسره ډیرخوشحاله شوم. بیا می په خندا کې یونس نه پوښتنه اوکړه (په دی شهریار خان دی څه خوړلي وو چه ستا د کور نه په ستنیدو ئ سمدستي کپتان جوړ کړی؟ یونس خان په خندا ځواب راکړو: پوښتون یم بس میلمستیا می ورته ښه کړی وه.)
مشر ورور شریف خان ورته اوېل یونسه کور ته لږ ورشه. مونږ په هجره کې خبرو کې مشغول وو چه مجمه کې ئ ګلاسونه او شربت راوړل. او وړوکې شان مېز ېي هم راښکله اووه ېي وېل کشران یو د کوره چاېي او اوبه راویستل خو د کشرانو کار وی نو! د یونس خان په قامی کرکټ ډله کې دغی وخته پوری پینځه کاله شوي وو.
یونس خان په طبیعت ډیر ساده او بردباره انسان دی. د خپلو ورونړو په معریفی کولو کې ئ راته اویل شریف خان زما استاذ دی او هم د ده په مرسته د کرکټ لوبې ته ډیر نزدی پاتی ووم ځکه چه دی لومړۍ زمونږ په کور کې د کرکټ لوبغاړی وو. د ملک دننه د یو ځائ کرکټ ډلی لپاره يې لوبه کړی. یونس خان د هری خبری سره بی اختیاره د خندا ډکه خله لری او یا خو پدغه وخت د خپلو مشرانو ورونړو په وړندی ډیر د تکلفه داسی ښکاریده. د یوی شیبي د ګپ شپ نه ورستو مو دی له ځانه سره مردان کالج ته بوتلو. په خپل ګاډي کې د کرکټ د سامانه سره راروان شو. د کالج په لویه دروازه ولاړ څوکیدار لومړۍ دروازی خلاصولو ته ښپه نیولی وو خو چه یونس خان ورته د خپل ګاډی نه د سلام نه پس اویل کاکا ور خلاص که! کاکا په منډه پخیرراغلو ته راغی او سمدستی ېي ور خلاص کړو. دننه کالج کې لویی میدان باندی د شریکی منډی ورستو د کرکټ لوبی ویډیو د ریکارډ کولو لپاره چه کله ده خپل د کرکټ د سامان بیګ خلاص که نو پوره سامان یعنی بیټ ،پیډونه او ویکټی وی خو پکې بال نه وو. یونس یار دا اوګوره پوره سامان وو خو نه یم پوهه چه پدی کې د چا کار وو. ما ورته ویل لږ صبر که هغلته ماشومان د کرکټ لوبه کۍ ګورم که بال راکړی! خیر د پلاسټک په بال می ورته یو دوه اوورونه اوکړل او یونس خان ورباندی څلورو اړخو ته په خپل سټایل شاټونه اوهل. ده راته اویل زیاته لوبه می کراچۍ کې کړی ولی چه پلار می هلته نوکر وو خو ددی مردان کالج د میدان سره می هم ډیر یادونه تړلي دي. څه شیبه پس د کالج روان شو ده ویل ما خو کور کې د ډوډۍ وینا کړی د ماښامی ډوډۍ به خورۍ نو ځۍ به، ما ورته ویل زه تیار یم او خوند به اوکی چه دا ماښامی هم تاسوسره تیر کم خو راسره دا کیمره مین او ډراییور د اسلام اباد دي او دوی به خپلو کورونو ته ځي. ځه بیا به رابطه ساتو هم داسي ورسره مخه ښه اوشوه.
د یوی معرکی په وخت هم دغه کال د عمران خان سره ځانګړي معرکه کې د یو تپوس په وخت ځواب کې نوموړی اویل یونس خان د پاکستان د قامی کرکټ ډلی یوازینۍ لوبغاړی ګورم چه لویی نوم به پیده کړی خو له بده مرغه ده ته د پاکستان کرکټ بورډ دومره پام لرنه نه ده کړی.
ددغی ورستو کال 2009 کې د شلو اوورونو په نړیوال کپ ګټلو دغه خبره یونس خان ثابت کړه او د پاکستان تر ټولو زیات د ټیسټ کرکټ رنز په کو لو ئ بیخی په تمامو کرکټ لوبغاړو او د کرکټ په پوهانو دا ورومنله چه د یو خاموش طبیعیت او په لوبه کې د یو منفرد انداز خاوند یونس خان وړاندی د نور ریکارډنو د جوړولو هم صلاحیت لری.