لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په جنوبي وزیرستان کې په پاکستاني عسکرو د حملې زمه واري ومنله


د افغانستان سره په پوله د پاکستان په جنوبي وزیرستان ضلع کې د طالبانو په بم حمله کې د چارواکو په وینا یو د ایف سي عسکر ووژل شو او درې نور زخمیان شول.

طالبانو په حمله کې د څلورو عسکرو د وژل کیدو دعوه کړې ده.

د رپورټونو ترمخه، چاودنه د جنوبي وزیرستان د مکین تحصیل په دوه توې سیمه وشوه.

امنیتي ځواکونو د چاودنې سیمه په خپله ولکه کې واخیسته او په چاودنه کې زخمي شوي عسکر په شمالي وزیرستان کې د ایف سي هسپتال ته منتقل کړی شو.

د محمد خراساني په نوم د پاکستاني طالبانو ترجمان مطبوعاتو ته وویل په پاکستاني ځواکونه یې د لینډ ماین حمله وکړه او څلور عسکر یې ووژل.

ځايي مامورینو د یو عسکر د وژل کیدو تصدیق کړی دی.

په سیمه کې طالبان او پاکستاني ځواکونه یو بل د زیان په اړه متضاد دعوې کوي چې په بې طرفه ډول تصدیق یې ممکن نه وي ځکه چې په دغه علاقه کې د کړکیچنو حالاتو په وجه خبریالان په ازاده توگه خپله دنده سر ته نشي رسولی.

د پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان سیمو کې یو شمیر وسلوالو فعالیتونه او مرکزونه لرل. پاکستاني مامورین وايي دغه سیمې یې د وسلوالو څخه پاکې کړې دي.

خو ځايي اوسیدونکي وايي د امنیت حالات د اطمینان وړ نه دي او په سیمه کې بم چاودنې او هدفي وژنې مخې ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG