لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: په کانګرس کې د مخالفت په سبب افغانانو سره د امریکې لوظ هم د خطر سره مخامخ شوی



په امدادي کڅوړه کې داسې قانون هم تجویز شوی هغه زرګونو افغان کډوالو دپاره به په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواره کړي چې په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال په پوځي جهازونو کې امریکې ته رارسېدلي دي
په امدادي کڅوړه کې داسې قانون هم تجویز شوی هغه زرګونو افغان کډوالو دپاره به په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواره کړي چې په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال په پوځي جهازونو کې امریکې ته رارسېدلي دي

د امریکې په سېنېټ کې د هېواد په سرحد د امنیت او اوکراین او اسرایل سره د ۱۱۸ بېلین ډالرو مالیت د امداد د مجوزه قانوني مسودې مخالفت شوی چې له امله يې د هغه افغانانو سره د امریکې د مرستې لوظ هم د خطر ښکار شوي چې په افغانستان کې يې د امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

په امدادي کڅوړه کې داسې قانون هم تجویز شوی هغه زرګونو افغان کډوالو دپاره به په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواره کړي چې په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال په پوځي جهازونو کې امریکې ته رارسېدلي دي.

که په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړي د مجوزه قانون په نورو مادو متفق نه شول نو په مسوده کې د افغانانو د مرستې ماده به هم ناکامه شي.

د ډېموکرېټېک پارټۍ د لاطیني ډلې یا کاکس غړي په پوله د امنیت دپاره د مجوزه اقداماتو په خصوصي توګه مخالفت کوي. دا د پولې په اړه د ښي لاس د انتها پسندۍ تګلاره بلي او وايي تجویز شوی قانون د مهاجرت نظام بهتر کولو سره څه تعلق نه لري.

د کانګرس زاړه پاله غړي وايي مجوزه قانون د امریکې په جنوبي سرحد د غېرقانوني کډوالو راتګ د مخنیوي دپاره مناسب اقدامات نه لري.

که چېرې کانګرس مجوزه قانون په منظورولو کې ناکامه کېږي نو د ۷۶۰۰۰ هغه افغانانو په مایوسۍ کې به اضافه وشي چې په موجوده وخت کې په امریکا کې ژوند کوي خو د تېرو څو کلونو راهسې په کانګرس کې اختلافاتو له امله يې د اېمیګرېشن صورتحال غیریقیني دی یعني په امریکا به ورته مستقل رهایش او بیا شهریت ورکړی شي او که نا؟

د تېرو دریو کلونو راهسې د قانون سازانو یوه ډله او د افغانانو د مرستې دپاره کارکوونکي تنظیمونه کوښښ کوي چې د افغان اېجسمنټ اېکټ نومې په بل مجوزه قانوني مسوده ځانله ووټونه وشي چې له امله به هغه افغانان د غېر یقینۍ نه بچ شي کله چې يې په امریکا کې د اوسېدو دپاره د انساني همدردۍ په بنیاد د ورکړی شویو اجازت نامو یا پرول مېعاد ختم شي.

د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس ځینې غړي د هغو کډوالو د کره کتنې مخالفت کوي چې د کورنۍ غړي يې په کابل کې پاتې دي.

د امریکې حکومت افغان کډوالو ته د اپرېشن اېلایز وېلکم یا اتحادیانو ته د هرکلي نومې عملیاتو دلاندې په عارضي ډول د راتګ اجازت ورکړی و په دې لوظ چې بالاخېر به ورته په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواره کړی شي.

خو افغانانو سره د دغه لوظ د پوره کېدو د امیدونو ژوند لنډ ښکاري.

د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د ريپلېکن پارټۍ غړي د مجوزه قانون سخت مخالفت کوي او په سېنېټ یا د کانګرس په ایوان بالا کې يې منظورېدل هم مشکل کار ګڼل کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG