لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو ايجنسي :امنيتي ځواکونو سره نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي دي


اورکزو ايجنسي :امنيتي ځواکونو سره نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي دي

دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دخالي په ورځ دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې څلور جنگيالي وژل شوي دي.

د سرچينو له مخې دبره اورکزۍ په اړهنگ او خواؤشا سيمو کې پوځ ته دتندلارو دموجوديت دخبر ترلاسه کيدو وروستو ددغو تندلارو په ضد عمليات ترسره کړل شوي دي چې پکې د څلورو تندلارو دوژل کيدو او اوؤ دژوبل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
دسرچينو له مخې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو گڼ شمير ځالې هم تباه کړي دي.
اورکزۍ ايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره گډه پوله نۀ لري خو داورکزۍ سره په لگيدلو قبائيلي سيمو کرمه او خيبرايجنسيو کې دا مهال يو شمير تندروه مذهبي ډلې فعاليتونه کوي.
دپاکستان امنيتي ځواکونه وائي په جنوبي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دعملياتو څخه وروستو گڼ شمير جنگيالي نزدې قبائيلي سيمو ته تښتيدلي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې دمارچ په وروستيو کې دپاکستان دامنيتي ځواکونو لخوا دجنوبي وزيرستان څخه دغلته دتښتيدلو اؤ پټو شوؤ جنگيالو په ضد گډ عمليات په نااعلانه ډول روان دي او پوځ څو اوونۍ دمخه په اورکزو کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو پايې ته درسولو اعلان هم کړى ؤ.
خو پوځ په اورکزو کې دفتحې او ددغه سيمې څخه دتندلارو دپاکولو اعلان په داسې حال کې کړى دى چې وخت په وخت اوس هم دغلته دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه کيږي.
پاکستاني پوځيانو داورکزو په بيلا بيلو سيمو کې دځمکنيو بريدونو ترڅنگ دتندلارو په ضد په دغو عملياتو کې جنگي الوتکې او گن شپ هيلي کاپټر هم کارولي دي چې پکې دتندلارو يو شمير ځالې له مينځه وړل شوي او چارواکي په دغو عملياتو کې د1000ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کوي.
ديو شمير پوځي مشرانو په گډون په دغو عملياتو کې د35ؤ څخه زيات عسکر هم وژل شوي دي.
په سيمه کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو خواؤشا دوؤ لکو کسانو محفوظو ځائيونو ته کډي کړي دي.
بل لوري ته دقبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ په بائيزۍ او تم کلي کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې درې عسکر ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دمهمند ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې پاکستاني پوځيانو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو شکمنې ځالې هم په نخښه کړي چې پکې دمرگ ژوبلې انديښنه ده.

XS
SM
MD
LG