لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزوکې د جيټ الوتکو بمبارۍ 18 جنگيالي وژلي


اورکزوکې د جيټ الوتکو بمبارۍ 18 جنگيالي وژلي
اورکزوکې د جيټ الوتکو بمبارۍ 18 جنگيالي وژلي

د پاکستان په قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ کې د شورو په ورځ يو ځل بيا امنيتي ځواکونو د جنگي جهازونو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې لږ ترلږه 18 جنگيالي وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي.

د دغه تازه عملياتو په هکله دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل جيټ الوتکو داورکزو ايجنسۍ په ډيري کوټ قلعه کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې 18 جنگيالي وژل شوي او دهغوي درې ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
دسرچينو وينا ده په وژل شوؤ کې يو شمير بهرنيان هم شامل دي.
بل لوري ته دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني پخپله لنډه دوره دکرمې ايجنسۍ مرکز پاړه چنار ته رسيدلى دى او دغلته يې دکرمې ايجنسۍ دمشرانو يو استازي هيئت سره ليدلي دي.
دليدنې څخه وروستو جنرال اشفاق پرويز کياني وويل په قبائيلي سيمو کې به دمليشه ځواکونو په شميره کې نوره اضافه هم کولى شي.
پوځي سرلښکر وويل هيواد څخه به ډير زر ترهه گري ختموؤ.
دهغه وينا وه امن وامان دنوي نسل حق دى چې ورته به هر قيمت ورکولى شي.
دهغه وينا وه په قبائيلي سيمو کې به پرمختيائي کارونه په ترجيحي بنيادونو کولى شي.
قبائيلي مشرانو دپوځ سرلښکر ته دپاړه چنار سړک پرانستو او په سيمه کې دامن وامان دټينگښت په هکله تجويزونه ورکړل.
ښاغلي کياني په سيمه کې دامن وامان دوضعيت په هکله بريفنگ کې گډون وکړو او په دغه مهال په پاړه چنار کې سخت امنيتي انتظامات شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG