لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو ماموزۍ قام ۱۵ زره کورنۍ خپلو سیمو ته ستنیدل پیل شوي


د پاکستان قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو په وخت امداد ورکوونکې اداره وايي د اورکزۍ ایجنسۍ نه لس کاله وړاندې بې کوره شوي ۱۵ زره کورنۍ بیرته خپلو کورونو ته ستنیدل شروع شوي.

د ایف ډي ایم ای چارواکو ویلي د اورکزۍ اېجنسې دغه کډوال لس کاله وړاندې په دغه سیمه د تندلارو قبضې او وروستو د پوځي عملیاتو له وجې په خپلو کورونو پریښودو مجبوره شوي وو. د چاراکو تر مخه د دوي د بیا ستنیدو عمل به راتلونکو څو هفتو کې په درې مرحلو کې سرته رسول کیږي.

د اورکزۍ ایجنسۍ اپرسب ډویژن کې د تندلارو او وسله والو ډلو د قبضې او د دوي پرضد د پوځي عملیاتو له کبله د ماموزۍ قام ۱۵ زره کورنۍ په خپلو کورونو پریښودو مجبوره شوې وې.

ملګري ملتونه د یو کورنۍ اوسط ابادې ۷ ښايي چې ترمخه يې د اپر اورکزۍ نه بې کوره شوو ۱۵ زره کورنو شمېره یولک پنځه زره جوړېږي خو د یو عام پښتون د کورنۍ د غړو شمېره اکثر د ۷ نه زیاته وي کومه چې به په حقیقت کې د دغه شمیرې نه هم زیاته وي.

د ایف ډي ایم ای چارواکي وايي د ستنیدونکو کډوالو لپاره په هنګو کې د ملیشا ځواکونو د نګرانۍ لاندې د رجسټریشن یا نوم لیکنې مرکز جوړ شوي. چارواکو زیاته کړې په اولنۍ مرحله کې به د ۲۱ کلو بې کوره شوې زر کورنۍ خپلو کورونو ته لیږل کیږي.

د ایف ډي ایم ای چارواکو ویلي ستنیدونکو کورنو ته به ۳۵ زره نقدې روپۍ او د شپږ میاشتو پورې ویړیا خوراک (راشن) ورکولی شي.

د اورکزۍ اېجنسۍ نه په کډه راغلو دغه کډوالو او قبايلی مشرانو وي او ای ډیوه ته د حکومت په دغه خوشحالي ښودلې، خو د حکومت نه غوښتنه هم کړې د (راشن) ورکولو موده دې د شپږو میاشتو پرځاې د يو کال شي او په سیمه کې د بيا رغونې کارونو کې دې د خلکو تباه شوي کورونه، سکولونه، او سړکونه جوړول هم شامل کړي.

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو د پاکستان په قبایلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو په وخت اندازې لګولې وې چې یواځې د دغه سیمو نه ۱.۳ مېلیونه قبایل بې کوره شوي دي. خو بیا د پاکستان حکومت لخو په نژدیو کې شوې سرشمیرنې یا مردم شمارۍ کې د قبایلي سیمو ابادې يې ۵۰لکه او ۱۶ زره ښودلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG