لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزۍ ایجنسۍ: دجيټ الوتکوبمباری کې 30 جنگیالي وژل شوي دي


اورکزۍ ایجنسۍ: دجيټ الوتکوبمباری کې 30 جنگیالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ اودخيبرپښتونخوا ايالت په کوز دير سيمه کې دجيټ الوتکو په گوله بارۍ او دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې 33 جنگيالي وژل شوي او35 نور ژوبل شوي دي.

د سرچينو له مخې نن داتوار په ورځ پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو له لارې داورکزو ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو ډبورۍ، ماموزۍ او خدرۍ سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې 30 جنگيالي وژل شوي او 35 نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دگوله بارۍ له امله دتندلارو شپږ ځالې او څلور گاډي هم تباه شوي او دوژل شوؤ تندلارو مړي امنيتي ځواکونو پخپله قبضه کې اخستي دي.
بل لورې ته د خيبرپښتونخوا ايالت په کوز دير سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې درې جنگيالي وژل شوي او دهغوي دوه کورونه هم وران کړل شوي دي.
دسرچينو له مخې دغه نښتې دکوز دير په گنگرو او گمبټ سيمو کې رامينځته شوي دي.
امنيتي ځواکونو ددوؤ تندلارو کمانډرانو مقبول او باچا منير کورونه هم تباه کړي دي.

XS
SM
MD
LG